1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د كابل په بګراميو کې 16 ټول ګټي پروژې بشپړ شوي دي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

د كابل د بګراميو په ولسوالۍ كې د ملي پيوستون 16 ټول ګټي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. په دغو پروژو كې سولر يا لمريزه برښنا، پلچكونه، استنادي ديوالونه، ډبرين كانال او د څښاك د اوبو څاګانې شامل دي.

https://p.dw.com/p/HbDx
انځور: DW

د دغو پروژو مالي لګښت اوه ويشت ميليونه اودرې ديرش زرو افغانيو ته رسيږي.

همدارنګه په كليوالي سړكونو د څه د پاسه 15كيلومترو په اوږد والي جغل اچول شوى .

د دغو پروژو مالي لګښت اوه ويشت ميليونه او درې ديرش زرو افغانيو ته رسيږي. د نوموړو پروژو په مالي لګښت كې په سلو كې لس د اړوندو كليو خلكو هم ونډه اخيستې ده . د يادو شويو پروژو د پرانستې په غونډه كې د بګراميو د ولسوالۍ د ملي پيوستون د پروګرام مسوول اسد اله صافى د پروژو د څرنګوالي په هكله داسې وويل :

نن مونږ هغه 16پروژې ګټې اخيستنې ته سپارو چې كارونه يې بشپړې شوي دي . دغه پروژې

3730متره كانكريټي كانال ، 37پلچكونه او 1321متره استنادي ديوالونه دي، د 15227مترو په اوږد والى په كليوالي سړكونو جغل اچول شوى ، 11 روتري او كوبه يې څاګانې كيندل شوي او 155پايې لمريزه برښنا مو په كليو كې نصب كړي دي .

اسداله صافى وايي چې : د دغو شپاړلسو پروژو څخه به يواځې د ترانسپورتشن ، د څښاك د پاكو اوبو او سولر برښنا په برخو كې 7580كورنۍ ګټه پورته كړي .

د بګراميو د ولسوالۍ د نوآباد دكلي يو تن اوسيدونكى وايې چې : زمونږ په كلي كې د سړك پروژه بشپړه شويده او د سړك له جوړيدو څخه د مخه د كلي خلك ډيرې ستونزې درلودې خو كله چې د كلي په سړكونو جغل واچول شو اوس هغه ستونزې د ملي پيوستون د پروګرام د هڅو په پايله كې له منځه تللي دي .

د بګراميو د ولسوالۍ د پراختيايي شورى رييس قاري دولت محمد د كليو د پراختيا له وزارت څخه او د بګراميو د ولسوالۍ د ملي پيوستون د پروګرام له كاركوونكو څخه مننه كوي او وايې چې : د دغو پروژو په پلي كيدو سره د بګراميو د ولسوالۍ وګړو ته د ژوندانه ډيرې آسانتياوې برابرې شوي او د بګراميو په ولسوالۍ كې داسې ورته ډيرې نورې پروژې هم پلي شوي دي .

د ښاغلي صافي په وينا يادې شوې پروژې د بګراميو د ولسوالۍ د خلكو او د وګړنيزو شوراګانو د وړانديز په ترڅ كې سروې ، منظورې او كارونه يې بشپړې شوې.

بري پال
کتونکې: يحيیی وردک