1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د كرهڼيزو نوښتونو پروګرام

۱۳۸۸ خرداد ۲۷, چهارشنبه

د ايډيا نيو يا د كرهڼيزو نوښتونو يو پروګرام د امريكې د نړيوالې پرمختيايي ادارې ( يو ، اس ، ايډ ) په مالي مرسته په لاره اچول شوى. دغه پروګرام د پنځو كلونو لپاره يو سلو پنځوس ميليونه ډالره لګښت غواړي.

https://p.dw.com/p/ICIz
انځور: DW

نوموړي پروګرام كرهڼيزې بيلابيلې پروژې لري چې د ( ډي ، اې ، آى ) د موسسې لخوا په شمالي، شمال ختيز او ختيزو ولايتونو كې پلى كيږي. دغه پروګرام هغو سيمو ته لمړيټوب وركوي چې هلته كوكنار كرل كيږي. د دغه پروګرام د لمړنيو پروژو كار د سږكال د مې د مياشتې په وروستيو كې پيل شوى چې د پروګرام په بشپړيدو سره به بزګران له ډيرو مرستو څخه برخه مند شي .

د امريكې د متحده ايالتونو د پرمختيايي نړيوالې ادارې ( يو ، اس ، ايډ ) په مالي مرسته په افغانستان كې د كرهڼيزو پرمختيايي پروګرامونو د پلي كولو په موخه د آيډيا نيو يا د كرهڼيزو نوښتونو يو پنځه كلن پروګرام پلى كيږي. په دغه پروګرام كې به چې د ( ډي ، اې ، آى ) لخوا پرمخ وړل كيږي بيلابيلې كرهڼيزې پروژې د افغانستان په هغو سيمو كې پلى شي چې هلته كوكنار كرل كيږي . د نوموړي پروګرام مالي لګښت ۱۵۰ ميليونو ډالرو ته رسيږي او د لمړنيو پروژو كار د سږكال د مې د مياشتې په وروستيو كې پيل شوي.

د آيډيا نيو يا د كرهڼيزو نوښتونو د پروګرام عمومي مرستيال ډاكتر محمد نبي اسلمي د دغه پروګرام په اړوند داسې وايي : په اصل كې د آيډيا نيويا د كرهڼې د نوي روشونو عمومي پروګرام بزګرانو سره د مرستې او د كوكنارو يا اپينو د كرلو د بندولو يو پروګرام دى . زمونږ پروژې د افغانستان په ختيزو پنځو ولايتونو، شمال ختيزو څلورو ولايتونو ، د شمال په پنځو ولايتونو او د بادغيس په ولايت كې به پلي شي.

ډاكتر اسلمي د آيډيا نيو د پروګرام د موخو په اړوند وويل چې: د دې پروګرام موخه بزګرانو لپاره د يو پرمختيايي بديل رامنځ ته كول دي. د آيډيا نيو لمړنۍ موخه هغه سيمې دي چې هلته كوكنار كرل كيږي ، له بل پلوه په هغو سيمو كې چې د كوكنارو كرل بند شوي دي خو د ځينو لاملونو له كبله بزګران بيرته د كوكنارو كرلو ته مخه كوي په هغو سيمو كې زمونږ پروګرامونه له بزګرانو سره په نژدې والي او په ګړندي توګه پلي كيږي چې څرنګه وكولاى شو له بزګرانو سره مرسته وكړو تر څو د كوكنارو له كرلو څخه مخ واړوي او مشروع كرهڼې ته مخه وكړي.

ډاكتر اسلمي د آيډيا نيو د پروژو د ډولونو په هكله وويل چې : هغه پروژې چې په دې پروګرام كې په پام كې نيول شوي په لاندنې ډول دي : له كرهڼيزوبنسټونو څخه ماركيټونو او بازارونو ته د كرهڼيزو محصولاتو د ليږدولو آسانتياوې ، د تخنيكي كرهڼيزو ارزښتونو په برخه كې له بزګرانو سره كاركول ، د مالدارۍ په برخه كې كار كول ، د اصلاح شويو تخمونو ويشل او د بڼ والۍ په برخه كې له بڼ والو سره مرستې ، هغه پروژې دي چې په يادو شويو سيمو كې به پلي شي .

دا چې د افغانستان په سوهيلې سيمو كې كوكنار ډير كرل كيږي آيډيا نيو په نوموړو سيمو كې ولې پروژې نه لري ډاكتر اسلمي وايي چې: د اوس لپاره د امنيتي ستونزو له كبله نوموړي ولايتونه نه دي په نښه شوي خو په راتلونكي كې د سوهيلي ولايتونو بزګرانو ته هم پاملرنه كيږي.

د كرهڼيزو چارو يو تن كارپوه جلال الدين كسات د آيډيا نيو د پروژو د مهموالي په هكله وايي چې: په افغانستان كې كرهڼه په دوديزه توګه پر مخ وړل كيږي او له همدې امله د بزګرانو د حاصلاتو كچه هم د قناعت وړ نده ، د آيډيانيو د پروژو په پلي كيدو سره به د نوي روشونو كارول او بزګرانو سره مرستې كول به د حاصلاتو كچه لوړه كړي.

د يادونې وړ ده چې د يو، اس، ايډ لخوا د مخه هم د افغانستان په ختيزو ولايتونوكې له بزګرانو سره په دې برخه كې مرستې تر سره شويدي.

بری پال

کتونکی: يحيی وردک