1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لاتین امریکا دولتونو د اروپا د سپما پر سیاست نيوکه کړې ده

۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16lBZ

د لاتیني امریکا د دولتونو مشرانو په کادیس کې په یوه سرمشریزه کې د اروپایانو د سپما پر سیاست انتقاد کړی دی. د برازیل ولسمشرۍ دیلما روسف (Rouseff) د دغه دوه ورځني کنفرانس په وروستی ورځ وویل چې یوازې پر ځان د قربانۍ د منلو له لارې اعتماد منځ ته نه راځي.

د ارجنټاین د ولسمشر مرستیال (Amando Boudou) په دې اړه انديښنه څرگنده کړه چې د سپما سخت سیاست کولای شي اقتصاد ته زیان ور واړوي. هسپانیه او پرتگال له سخت اقتصادي رکود او د پورونو له بحران څخه کړیږي. خو د دې برعکس لاتینه امریکا له یوه باثباته اقتصادي ودې څخه خوند اخلي.