1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لارې په اوږدو کې مې دوه خویندې لاردکه شوې

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس)۱۳۹۱ دی ۱۹, سه‌شنبه

پنځلس کلن ارسلان هر څه له لاسه ورکړي دي. هغه خپل پلار، دوه خویندې او وطن ورک کړی دی. دغه افغان تنکي ځوان اوس په آلمان کې د پناهنده ګۍ غوښتنلیک ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/17FpP
انځور: picture-alliance/ dpa

په یوې وړوکې او ساده خونې کې له مکرونیو یو ډک دیګی پر منقل ايښی دی. خو ارسلان دغه دیګي ته هیڅ پام نه کوي. هغه غواړي د خپل ژوند کیسه وکړي. ارسلان رحیمي ۱۵ کلن دی او له خپلې مور سره یو ځای د افغانستان له کندز ولایت څخه تښتیدلی دی. هغوی یوه میاشت مخکې د آلمان مونشن ښار ته رسیدلي دي.

ارسلان او مور یې له ډیرو هیبتناکو پېښو سره مخامخ شوي دي. خو هغوی اوس هم د پناه غوښتونکو په توګه په آلمان کې یوه نامعلومه راتلونکې لري.

د آلمان په بایرن ایالت کې د تازه رسیدلو کډوالو له پاره دوه کمپونه موجود دي. دغه کمپونه په مونشن او د نورنبرګ ښار په سیرندورف، سیمه کې پراته دي. د سیرندورف کمپ ته دومره ډیر کډوال رارسیدلي دي چې د کمپ چارواکي د ځای د کمښت له کبله د پناه غوښتونکو له پاره خیمو وهلو ته اړ شوي دي.

په وروستیو وختونو کې د مونشن د تازه رسیدونکو کډوالو په کمپ کې وضعیت ډیر خراب بریښي. په دغه کمپ کې د ۵۰۰ کسانو له پاره ځایونه په پام کې نیول شوي دي خو اوس په کې تر ۸۰۰ پورې وګړي دوه یا درې میاشتې وخت تیروي. د دغه کمپ مشر وایي چې لا تر اوسه پورې وضعیت دومر نه دی خراب شوی چې هغوی خیمو وهلو ته اړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو پنځو کلونو کې په آلمان کې د پناه غوښتونکو شمیر لوړ شوی دی. د بایرن د ایالت د ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د ۲۰۱۲ کال په لومړۍ نیمایي کې د ۲۰۱۱ کال په پرتله د کډوالو په شمیر کې ۱۲ سلنه لوړوالی راغلی وو. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۷ کال کې آلمان ته له ۲۰۰۰۰ څخه کم کډوال راغلي ول، خو اټکل کیږي چې په روان کال کې به دغه شمیر ۵۰۰۰۰ ته ورسیږي.

ارسلان او مور یې د مونشن د پناه غوښتونکو د کمپ په یوه خونه کې له ۱۳ ورځو راهیسې اوسیږي. دغه مور او زوی ډیر کم وخت له کمپ څخه بهر وځي.

ارسلان کولای شې چې یو څه انګلیسي خبرې وکړي. هغه وایي: «موږ بیرون نه ځو.» د روغتیايي خدمتونو اداره یوازینی ځای دی چې ارسلان او مور یې کله نا کله ورته ورځي‎. د ارسلان مور د زړه ناروغۍ لري او همدا وجه ده چې د روغتیایي خدمتونو ادارې ته ډیر تګ راتګ کوي.

د ارسلان په سترګو کې د ځوانۍ وړانګۍ لیدلې کیږي. د دغه ۱۵ کلن ځوان پر شونډو له دوستۍ ډکه مسکا وي. خو سړی هغه ته په کتو په دې خبره پوهیږي چې دی د خپلې راتلونکې په اړه هیڅ ډاډمن نه دی.

ارسلان د خپل ژوند کیسه داسې پیلوي: «تاسو پوهیږۍ چې موږ په جګړه کې ژوند کوو.» د هغه پلار د کندز د ښار په څو کیلو مترۍ کې ځمکه لرله.

په کندز ولایت کې ډیر شمیر آلماني سرتیري میشت دي. ارسلان وایي چې هغوی کلیوالي ژوند لاره. هغه زیاتوي چې پلار یې مړ شوی دی. دغه نوی ځوان د خپل پلار د مړینې په اړه ډیر څه نه وایي او دا کیسه یوازې په یوې جملې کې داسې خلاصه کوي: «امنیتي ستونزې موجودې وې.»

د ارسلان د پلار تر مړینې وروسته د هغه مور پریکړه کوي چې خپل کور وپلوري او د خپل ژوند د تر ټولو اوږده سفر له پاره چمتوالی ونیسي. هغه له خپل زوی او دوو لورګانو سره د مزارشریف ښار په لور روانیږي. هغوی پیاده له ازبکستان او ترکمنستان څخه تیریږي او بیا د کښتۍ او موټر په واسطه روسیې ته رسیږي. دا کورنۍ په دې ځای کې د قاچاق وړونکو منګولو ته لویږي. هغوی څو اوونۍ په لویو موټرو کې مزل وهي او قاچاقبر ورسره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

د خویندو لادرکه کیدل

ارسلان وایي چې قاچاق وړوونکو یوه ورځ د هغه خویندې په یوه بل موټر کې سپرې کړې. د دغه ځوان په خبره له هماغه ورځې راهیسې یې خویندې لادرکه دي.

کله چې د ارسلان د مور پام د کیسې دې برخې ته اوړي نو په لوړ آواز ژاړي. خو ارسلان خپلې کیسې ته دوام ورکوي او وایي چې هیله لري خویندې یې په سلامتۍ خپل هدف ته رسیدلې وي. خو ښايي مور یې دغه هیله له لاسه ورکړې وي.

نامعلومه کلونه

د سیاسي پناهنده ګۍ د غوښتنلیک د قبلیدو له پاره انتظار په میاشتو او کله نا کله په کلونو وخت نیسي. له دې کبله ډیر کډوال په اعتراضونو هم لاس پورې کوي. په اروپا کې د کډوالو د منلو په برخه کې د بیلابیلو هیوادونو تر منځ اختلافات موجود دي. ځینې آلمانیان ویره لري چې په دغه هیواد کې د کډوالو ډیریدل کیدای شي چې د ښوونې او روزنې کیفیت لا پسې راټيټ کړي.

ارسلان او مور یې یوه سخته لار په مخ کې لري. ارسلان غواړي چې په راتلونکې کې انجنیر شي او په آلمان کې ژوند وکړي. ارسلان لا نه پوهیږي چې باید د قبلیدو له پاره ډیر انتظار وباسي. هغه وایي چې غواړي آلماني ژبه زده کړي.

د ارسلا او مور خونې ته نژدې د آلماني ژبې د زده کړې یو کورس شته. د کورس پر تخته باندې د آلماني ژبې Warten فعل لیکل شوی دی چې د انتظار ایستلو معنی ورکوي. ارسلان او مور یې د دغه فعل په معنی ډیر ښه پوهیږي.