1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لال جومات زده کونکي د تسليميد و په حال کې دي.

۱۳۸۶ تیر ۱۳, چهارشنبه

داسي ښکاري چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د لال يا سره جومات دديني زده کونکو او حکومت ترمنځ وسلوالي نښتې پای ته رسيدلي وي.

https://p.dw.com/p/DKDt
د سره جومات پرخوا د امنيتي ځواکونو د يوه مارش او تندلارو زده کونکو ته دگواښ څخه وروسته ډ يری زده کونکي تسليم سوي
د سره جومات پرخوا د امنيتي ځواکونو د يوه مارش او تندلارو زده کونکو ته دگواښ څخه وروسته ډ يری زده کونکي تسليم سويانځور: AP
د تيري ورځي د وسلوالي نښتي په ترځ کې د يو عکاس ژورنالست په شمول شاوخوا شپاړس تنه وژل سوي او تر يو سلو پنځوسو ډير ټپيان سوي چې د ټپيانو ډ يری ددې مد رسې ښځينه زده کونکي دي.
د راپورونو له مخي ويل کيږي چې د سره جومات پرخوا د امنيتي ځواکونو د يوه مارش او تندلارو زده کونکو ته دگواښ څخه وروسته شاوخواسل تنو زده کونکو دې ته چمتو الي ښودلی چې خپلي وسلې پر مځکه کښېږ دي او ځانونه تسليم کړي.
په تلويزيونونوکي ښوول کيږي چې ښځي او کوچنيان ددې محوطې څخه د تيښتي په حال کې دي.
دلال يا سره جومات د مد رسي مشران غواړي چې پاکستان دې يو کټ مټ اسلامي دولت سي او يوازي بايد اسلامي شريعت وچليږي.
د پاکستان د حکومت او سره جومات د مشرانو تر منځ د څو مياشتو راپدې خوا شخړې رواني وې چې پايله يي وسلوالي نښتي سوي.
بله خوا د سيمي کارپوهان پدې باور دي چې د لال جومات او پو ليسو ترمنځ شخړې يو پلان سوي کار دی
چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی آس آی لخوا په لاره اچول سوي تر ځو نړيوالو ته دا وښي چې په پاکستان کې موږ يوه مد رسه نه سو کنترولولاي نو دا اته رزه مد رسې به څنگه کنترول کړو.