1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لبنان په پلازمېنې بيروت کې تاوتريخوالی

۱۳۸۵ بهمن ۶, جمعه

په لبنان کې د نوموړي هېواد د لومړي وزير فواد سينيورا د حکومت د پلويانو او مخالف گوند تر منځ د وروستي اخ وډب په ترڅ کې څلور تنه مړه شوي او تر 150 زيات ژوبل شوي دي.

https://p.dw.com/p/DKFb
انځور: AP
دغه څرگندونې پوليسو د جمعې په ورځ وکړې. دغه شخړې د پلازمېنې بيروت په جنوب کې د عربي پوهنتون په انگړ کې رامنځ ته شوې او بيا نورو سيمو ته وغځېدې. د حکومت او مخالف گوند پلويانو کاڼې وغورځولې او سوټي يا ډانگونه يې په لاس کې وو. د اخ وډبونو له امله يو څو ساعته په تگ راتگ باندې بنديز لگېدلی و.