1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لبيبا له انتقالي شورا څخه نړيوال ملاتړ

۱۳۹۰ شهریور ۱۱, جمعه

په پاريس کي د نړي د څه د پاسه 60 هيوادونو دولتي او حکومتي مشران او لوړ پوړي چارواکي سره ټول شوي ؤ او د لبيبا دانتقالي شورا تر مشري لاندي د دغه هيواد د ديموکراسي د پروسي د راتلونکي په هکله خبري وکړي

https://p.dw.com/p/12Rsg
په پاریس کی د «لیبیا د ملګرو» په نامه کنفرانس
په پاریس کی د «لیبیا د ملګرو» په نامه کنفرانسانځور: dapd

د پاريس د ايليزي په ماڼي کي د خبرو اترو د ميز  شاته د نړي دومره زيات استازي ناست ؤ چي هر يوه ته يواځي د يو لنډي وينا لپاره وخت ورکړ شوي ؤ. معني دا چي د زيات بحث  لپاره وخت نه ؤ  ترڅو  د ليبيا د ديموکراسي د پروسي د څرنګوالي په هکله څوک خپل نظر په تفصيل سره څرګند کړي. خو سره له دي هم ځيني مهمي يادوني وشوي. د بيلګي په توګه پريکړه وشوه چي د نړي په بيلابيلو هيوادونو کي د قذافي  او د هغه د کورني کنګل شوي پيسي آزادي کړي شي.

 د فرانسي ولسمشر، نيکولا سارکوزي چي د دي کنفرانس کوربه ؤ وويل: «د قذافي له خوا اختلاس شوي پيسي بايد بيرته د ليبيا ولس ته وسپارلي شي. مونږ ټول په دي باندي موافق يو چي  د پروني ليبيا پيسي بيرته آزادي کړاي شي تر څو نني ليبيا پري تمويل شي.»
 
د آلمان صدارعظمي انګلا مرکل هم په دي کنفرانس کي ګډون کړي ؤ. هغي هم په خپل وار سره اعلان وکړ چي  د فرانسي، بريتانيا او امريکا متحده ايالاتو په څير آلمان به هم د ليبيا له کنګل شوو پيسو څخه يو مليارد ايرو آزادي کړي. هغي وويل چي  سربيره پر دي آلمان  به د ليبيا په بيارغونه کي هم مرسته وکړي.

مرکل یادونه وکړه:« مونږ به د اوبو رسولو د دستګاوو او روغتونو په بيا رغاونه کي مرسته وکړو او  دغه راز د نوی لیبیا د اساسی قانون په جوړولو او د داچی  د لیبیا خلک څرنګه  وکړای شی  خپلو تیرو لسیزو تاریخ  سره چلند وکړی، له هغوی سره خپلی  تجربی شریکی کړو.»

داچي آلمان د ليبيا  په پوځي عملياتو کي ونډه نه درلوده، د پاريس د ايليزي په ماڼي کي  جوړ شوي کنفرانس کی د آلمان صدراعظمي ته ډير  وروسته وخت ورکړ شو چي خپله وينا وړاندي کړي.

 آلمان په لومړي سر کي د امنيت په شورا کي د  ليبيا د معمر القذافي د رژيم پر ضد د پوځي عملياتو  په اړه  مستنکفه رائيه ورکړه وه، خو وروسته  کله چي په ليبيا کي د قذافي رژيم نسکور شو او انتقالي شورا په طرابلس کي قدرت ونيو په پوځي عملياتو کي له ګډون کونکو هيوادونو څخه يي مننه وکړه.  په دي اړه مرکل وويل: «ما  هغو هيوادونو  ته چي په پوځي عملياتو کي  ونډه واخيستله او مرسته يي وکړه  د برياليتوب مبارکي ورکړه او له هغو څخه مي مننه وکړه.»

دا چي د ليبيا انتقالي شورا به  د اروپايانو مرستو ته لاس اوږد کړي که نه او که  يي وکړي ، څه وخت، لا تراوسه څرګنده شوي نه ده.  د ليبيا په ځينو برخو کي لا تراوسه جګړه روانه ده او د ناتو هوايي ځواکونه له  انتقالي شورا څخه له پوځي لحاظه مرسته ملاتړ کوی.  سارکوزي  دغو پوځي مرستو ته په اشاري سره وويل  چي دا د اروپايانو مکلفيت دي.

«د مديتراني د سمندرګي سيمه  د اروپا په ګاونډيتوب کي پرته ده.  نو په دي وجه اروپا بايد له خپلو ګاونډيو سره د  سولي په ټينګښت کي مرسته وکړي.»

سارکوزي د پاريس دي کنفرانس باندي د « ليبيا د ملګرو» نوم ايښي دي.  په پام کي دي چي دغه «ملګري» د سپتمبر په شلمه د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلي په څنډه کي سره ګوري.

دانيله کالز/ عبدالباري حکيم
کتونکي: سيد رياض