1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لرغونو اثارو د له منځه تللو بيره

۱۳۹۱ مرداد ۲۲, یکشنبه

په افغانستان کې د بودا مجسمو له ړنگیدو څخه یوه لسیزه تیریږي، خو اوس هم د بودا د یوې دریمي مجسمې د موندلو خبري کیږي. شنونکي په دې اند دي چې په دغه هيواد کي لا لرغوني آثار خوندي نه دي.

https://p.dw.com/p/15oLg
انځور: picture-alliance/dpa

په بامیان ولايت کې د بودا د دوو ولاړو مجسمو په پښو کې د لرغونو آثارو یوه بله برخه پيدا شوې ده، چې یوه بله مجسمه پرته ده. په اصل کې دغه ساحه په ۲۰۰۸کال کې کشف شوې وه.

دغه ساحه چې د بودا مجسمه پکښې پرته ده د فوټبال میدان د نیمي برخي په اندازه په نخښه شوې ده. اټکل کیږي چې تر دغه مځکي لاندي به په درځنو مجسمې یا لرغوني آثار پراته وي.

افغان هډه فرانسوی لرغون پوه زمری ترزی چې په افغانستان کې د دغه پروژې مشري پر غاړه لري وایي«موږ هر څه تر خپل پوښښ لاندي راوستي دي، ځکه دغه مځکه شخصي ده چې د لوټولو مخه ونیوله شي.»

د ترزي په وینا په لومړي سر کې دوی د کچالانو په یوه پټي کې کیدنې تر سره کړې چې د لرغونو آثارو نخښي مو وموندلې او تر هغه وروسته مو دغه آثار بیرته ښخ کړل.

د فرانسې خبري آژانس پخپل راپور کې لیکلي دي، که چیري په لوېدیځ کې دغه شان یوه خزانه (لرغونې ساحه) وموندل شي نو په لویه کچه به کیدني او څېړني تر سره شي. خو په افغانستان کې بيا د جنگونو او غربۍ له امله خبره برعکس ده.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د یونیسکو (UNESCO) د ادارې مشر بریندن کاسر، وایي «د لرغونو آثارو د ساتلو له پاره تر ټولو خوندي ځای تر مځکي لاندي دئ.» هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د بودا او اسلام د په زرونو تاريخي اثارو د ځایونو ساتل ناممکن کار دئ.

تر مځکي لاندي لرغوني آثار د چور او چپاول، په غیر قانوني توگه د قاچاق کیدو او له موسمي اثراتو څخه په امن کې پاتېدای سي.

په لوگر کي د مس عينک کان ته نژدې موندل سوي تاريخي اثار
په لوگر کي د مس عينک کان ته نژدې موندل سوي تاريخي اثارانځور: DW

په افغانستان کې د فرانسوي لرغون پوهانو د پلاوي مشر فلیپ مارکویس وایي، چې د لرغونو آثار د ساحو چور په لوړه او کښته کچه ۹۹،۹ سلنه دئ.

د هغه په وینا دلال (کمیشن کار)، یوه افغان ته د ورځي څلور یا پنځه ډالره ورکوي چې په لرغونو سیمو کې کیدني وکړي، چې دغه څه بیا له هيواد څخه دباندي قاچاق کیږي او د اروپایي او آسیایي هیوادونو په مرکزونو کې په لسونو زره ډالرو پلورل کیږي.

دوی په دې باور دي چې د دې ستونزي د حل له پاره بايد ځایي خلکو ته د لرغونو آثارو د اهمیت په اړه پوهاوی ورکړل شي، یو قانون باید نافذ شي او په نړیواله کچه بايد د انترپول په مرسته د لرغونو آثارو د قاچاق د مخنیوي کمپاین پيل شي.

یونیسکو د بامیان دره، په دغه دره کې زړې کلا وي، عبادت خوني او په غارونو کې رسامۍ په ۲۰۰۳کال کي د لرغونو آثارو په ليست کې شاملي کړي دي. خو په افغانستان کې د لرغونو آثارو یو شمیر سیمي بيخي له منځه تللي دي.

په ننگرهار کې هډه، تر میلاد مخکې لومړۍ پیړۍ او تر میلاد وروسته لومړۍ پیړۍ پوري د یوناني بودایي دورې د په زرونو مجسمو کور وو. خو په ۹۰مه لسیزه کې کورنۍ جگړې هر څه له منځه یوړل. په سوونو مجسمې ورکي شوې او یا هم له منځه ولاړې.

په لښکر گاه کښي د بست لرغونې کلا
په لښکر گاه کښي د بست لرغونې کلاانځور: 3rd Eye/N.Nazari

مارکوس وایي چې د هلمند ولایت د لښکرگاه زوړ ښار چې د یوولسمې پیړۍ لرغوني آثار ئې د افغانيو پر سلگون کاغذي بانک نوټ باندي ښکاري د مهاجرنیو د بیرته راستنېدو له امله نور له منځه تللی دئ.

دغه راز په لوگر کې هم لرغوني آثار شته، خو هلته اوس د چین هیواد یو شرکت د عینک د مسو کان د کیدنې کار پیل کړی دئ. څېړونکي ویره لري چې په دغه سیمه کې به هم یو شمیر لرغوني آثار له منځه ولاړ شي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل