1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لشکر طیبه څو غړي په تور لست کې شامل شول

۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان د لشکر طیبه د ډلې د یو شمیر غړو پر وړاندې جزايي اقدامات تصویب کړل. دغه ډله په ۲۰۰۸ کال کې په ممبيي ښار کې د ترهګرو بریدونو په ترسره کولو تورنه ده. په دې بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/161ML
انځور: AP

د دغې ډلې یو تن غړی ساجد میر نومیږې چې د معلوماتو پر بنسټ د ممبيي د برید پلان ئې جوړ کړی وو او د هغه د عملې کیدو په برخه کې ئې لار ښوونه کړې وه.

د امریکا د ماليې وزارت د پنجشنبې په ورځ د ساجد میر نوم له هغو اوو کسانو سره یوځای په یوه لست کې شامل کړ چې له مخې د هغه بانکي حسابونه کنګلیږي.

د متحده ایالاتو د مالیې وزارت وايي چې داسې شواهد موجود دي چې ساجد میر له دیوید هیدلي سره د ممبيي د بریدونو د پلان په جوړولو کې مرسته کړې وه. دغه امریکايي وگړي منلې ده چې د ممبییي د برید په ترسره کیدو کې ئې لاس لاره.

لشکر طیبه د هندوستان پر خلاف یوه ډله ده چې ویل کیږي د پاکستان د استخباراتي ادارې سره ډیرې پخوانۍ اړیکې لري. امریکا د لشکر طیبه ډله په ۲۰۱۱ میلادې کال کې د یوې بهرنې ترهگرې ډلې په نوم وپیژندله.

امریکا متحده ایالاتو وویل چې د لشکرطیبه ډله د طالبانو، د حقاني شبکې، طالبانو او د القاعدي له ډلو سره اړیکې لری. د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د لشکرې طیبه د یو بل غړي عبدالله مجاهد نوم هم اخیستی دئ چې له ۱۹۸۸ میلادې کال راهیسی د دغې ډلې غړی دئ، او څه موده وړاندې ئې د یادې ډلې له پاره د پاکستان د پنجاب په صوبه کې فعالیت کاوه.

حفیظ خالد ولید د دغې ډلې یو بل غړی دئ چې نوم ئې د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې د ادارې په لست کې راغلی دئ. هغه د لشکر طیبه د سیاسي فعالیتونو مسئولیت پر غاړه لري.

د ۲۰۰۸ میلادي کال په ۲۵مه نیټه د ممبيي په ښار کې وسله والو پر تجارتي مرکزونو، د ریل پر تم ځایونو او پر لویو هوټلونو باندې برید وکړ. دغو بریدونو څلور ورځې دوام وکړ او په پایله کې ئې ۳۰۰ کسان ټپیان شول او ۱۶۶ تنه نور ووژل شول. د هند حکومت د دغو بریدونو پړه د پاکستان د لشکر طیبه پر ډلې باندې اچوي.


آژانسونه/ شمس الرحمان ناصر
کتونکی: مسعود جهش