1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لغمان ولايت د مهترلام په ښار كې د مستورې د نجونو د ليسې لپاره نوې ودانۍ

۱۳۸۸ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

د لغمان ولايت د مهترلام په ښار كې د مستورې د نجونو د ليسې لپاره يوه نوې ودانۍ جوړيږي . دغه ودانۍ په دوه و پوړونو كې په پاخه او اساسي ډول ودانيږي چې د ودانولو چارې يي د مسير روشن د شركت لخوا پرمخ وړل كيږي .

https://p.dw.com/p/HfhS
انځور: DW / Barypal

دغه ودانۍ 24 خونې لري ، مالي لګښت يي څه د پاسه يو سلو درې نوى زرو ډالرو ته رسيږي چې د پوهنې وزارت له بودجې څخه وركول كيږي . د نوموړې ودانۍ كار په سلو كې نوي پرمخ تللى . بشپړ مالومات د لغمان له ولايت څخه د انور برى پال په رپوټ كې :

د لغمان ولايت د نجونو د يو ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړيږي . دغه ښوونځى چې د مستورې په نوم ياديږي ۲۳۶۵ تنې نجونې زده كوونكي لري چې د لوست خونو له كمښت سره مخامخې دي . د مستورې د ليسې نوې ودانۍ چې د جوړولو كارونه يي تير كال پيل شوي دي تر اوسه يي په سلو كې نوي كارونه پرمخ تللي . دغه ودانۍ د يوسلو درې نوى زره او درې سوه اويا ډالرو په مالي لګښت جوړيږي چې پيسې يي د پوهنې وزارت له بودجې څخه وركول كيږي . نوموړې ودانۍ په دوه و پوړونو كې په پاخه او اساسي توګه ودانيږي چې 16 د لوست خونې ، 4 اداري خونې او 4 خونې د كمپيوټر ، لابراتوار تحويلخانې او كتابتون لپاره په پام كې نيول شوي دي . د دغې ودانۍ د جوړولو چارې د مسير روشن د ودانولو شركت لخوا پرمخ وړل كيږي .

د لغمان ولايت د پوهنې رييس سيد جمال الدين حسني د مستورې د ليسې د نوې ودانۍ د جوړيدو په اړوند وايي چې : د زده كوونكو د شميرې د زياتوالي له كبله په سل هاوه نجونې زده كوونكي نشې كولاى چې د پوهنې له معيارونو سره سم خپلې زده كړي وكړي چې د نوې ودانۍ په جوړيدو سره به د لوست بهير معياري شي .

د مستورې د ليسې مديره ميرمن سيمين وايي چې : په دغې ليسې كې 44 تدريسي څانګې دي چې د ښوونځي اړوند 19 ټولګي د لوست خونو د نشتوالي له امله دې ته اړ دي چې په آزاده هوا كې خپل د لوست چارې پر مخ بوځي . ميرمن سيمين هيله څرګندوي چې د نوې ودانۍ په جوړيدو سره به زده كوونكو ته دا زمينه برابره شي چې د ودانۍ په لوست خونو كې په لوست بوختې شي .

د مستورې د ليسې څو تنې زده كوونكي د خپل د اوسني درسي چاپيريال څخه د ستونزو يادونې كوي او وايي چې : دوى د لوست خونو د نشتوالي له كبله په ورښت او تودښت كې له ستونزو سره مخامخې دي . دوى هيله څرګندوي چې د نوې ودانۍ په جوړيدو سره به زده كوونكي وكولاى شي په يوې روحي ډاډمنې فضا كې خپلو لوستونو ته ادامه وركړي .

په دغې ودانۍ كې ټولې هغه اړتياوې په پام كې نيول شوي چې د يو ښوونځي لپاره اړين دي . د مستورې ليسه د نجونو لمړنى ښوونځى دى چى پاملرنه ورته شوې اود يوې پرمختللې ودانۍ په جوړولو سره يي ستونزې له منځه وړل كيږي . د لوست د يو وړ او مناسب چاپيريال د رامنځ ته كيدو په تمه زده كوونكي يي خوشاله شيبې تيروي.

لغمان يو له هغو ولايتونو څخه ده چې ډيري كورنۍ دې ته ليواله دي چې نجونې يي ښوونځيو ته ولاړې شي او زده كړې وكړي . په نوموړي ولايت كې د نجونو 81 ښوونځي دي چې د ټولو ښوونځيو دروازې د زده كړې په موخه د نجونو پر مخ پرانستي دي .

بری پال
کتونکی: يحيی وردک

بری پال