1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لمر د وړانګو طوفان د ځمکي په لور راروان دﺉ

۱۳۹۰ اسفند ۱۸, پنجشنبه

هوا پیژندونکي وایي چې د لمر د وړانګو یو پیاوړی توفان د ځمکي پر لور راروان دﺉ چې کیدای شي د ستلایتونو، الوتکو او د برېښنا د شبکو فعالیتونو ته تاوان ورسوي.

https://p.dw.com/p/14H0I
انځور: NASA/AP/dapd

د دغه توفان لومړنۍ اغیزي کیدای شي چې د پنج شنبې په ورځ په ځمکه کې تر سترګو شي. د امریکا د هوا پوهني په اداره کې کارپوهان وایي چې دا په تیرو پنځو کلونو کې دا د لمر د وړانګو تر ټولو لوی توپان دﺉ چې د ځمکي کره به اغیزمنه کړي.

په National Oceanic and Atmospheric Administration کې يو کارپوه جوزف کونجیس، وایي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په فضا کې په زړه پوري بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

دا د ۲۰۰۶ کال راهیسي تر ټولو قوي طوفان دﺉ چې د ځمکي په لور راروان دﺉ.
دا د ۲۰۰۶ کال راهیسي تر ټولو قوي پوپان دﺉ چې د ځمکي پر لور راروان دﺉ.انځور: AP

دغه توپان کیدای شي چې د GPS سیستم او د برېښنا شبکې زیانمني کړي. دغه توپان همدا راز د دې توان لري چې ستلایتونو ته تاوان ورسوي. د توپان له امله ځيني الوتکي هم کیدای شي چې پرواز و نه شي کولای.

دغه توپان د لمر د یوې فعالي برخي په واسطه رامنځ ته شوی دﺉ. ساینس پوهانو د لمیر دغه برخه ۱۴۲۰ نومولې ده. د لمر له دغي برخي څخه ډیري وړانګي د ځمکي پر لور رارواني شوي دي. د دغو وړانگو سرعت په یوه ساعت کې ۶.۴ میلیونه کیلومتره ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم