1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لندن په کنفرانس کي د پيسو ژمني نه کيږي

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۱۳, پنجشنبه

د افغانستان نوي مشران تلاښ کوي چي د لندن په کنفرانس کي د دغه هيواد او لوېديځوالو ترمنځ يو پل جوړ کړي. دوی به دغه راز دا هم وښيي چي څه ډول غواړي سوله راولي، په داسي حال کي چي نړيوال تر ۱۳ کلن حضور وروسته پر شا سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Dz3M
انځور: Getty Images/AFP/O. Scarff

نن د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د ډسمبر ۴) د لندن په کنفرانس کي تمه نه کيږي چي له افغانستان سره دي د نويو نقدو پيسو د مرستو ژمني وسي. خو د جمهور رئيس ډاکټر محمد اشرف غني او د هغه د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله له پاره ډېر ښه چانس دی چي خپل د اصلاحاتو پروگرام نړيوالو ته وړاندي کړي.

د دغه کنفرانس مشري به د افغانستان جمهور رئيس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی او د بريتانيا صدراعظم ديويد کامرون کوي.

په دغه کنفرانس به پر غني، عبدالله او کامرون سره بيره د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د نژدې ۵۰ نورو هيوادونو استازي هم کډون وکړي.

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحدو ايالاتو ځانگړي استازي دانيل فيلدمن له دويچه ويله سره په يوه ځانگړې مرکه کي وويل، چي دغه یوه ورځنۍ غونډه، امریکا متحدو ايالاتو او د هغوی نړيوالو متحدانو ته دا زمينه برابروي چي له افغانستان سره د پياوړو ملگرو په شان خپلي ژمني يووار بيا تازه کړي.

فيلدمن زياته کړه: «خو دا به تر ټولو زيات د جمهور رئيس اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله له پاره ښه چانس وي چي د خپل هيواد د راتلونکي، اقتصادي، ټولنيزه او سياسي طرحه وړاندي کړي.»

فيلدمن وويل چي د لندن په کنفرانس به د توکيو د کنفرانس ژمني يووار بیا تازه سي. هغه زیاته کړه، د توکيو په کنفرانس کي له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو يعنی له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پوري ژمني وسې.

د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړي استازي وويل، چي د لندن په کنفرانس کي به د پيسو مشخصي ژمني ونه سي. خو دا روښانه ده چي امريکا متحد ايالات به، لکه په تيرو کلونو کي چي ئې له افغانستان سره په ميلياردونو ډالره مرستي کړي دي، په راتلونکو کلونو کي به هم دغه شان مرستو ته دوام ورکړي.

د توکيو کنفرانس د موافقې له مخي د مرستو يوه برخه پر دې باندي ولاړه ده چي په افغانستان کي له اداري فساد سره مبارزه په څه ډول کيږي او اصلاحات بايد راوستل سي.

فيلدمن وايي چي د لندن کنفرانس د غني، د حکومت له پاره ډېر ښه چانس دی چي له مرستندويو هيوادونو سره له نژدې يو واقعي ديالوگ پيل کړي، څو وښيي چي نړيوالي مرستي د افغان حکومت د اصلاحاتو له اجندا سره تر ټولو ډېره مرسته کولای سي.

د يوشمېر ديپلوماتو په نظر د لندن کنفرانسې يو بل چانس هم برابروي چي د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د نړيوالي ټولني خړي پړي سوي اړيکي له نوي جمهور رئيس سره له سره ورغوي.