1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لندن پوليس: د مېترو چاودنه ترهګريز بريد ؤ

۱۳۹۶ شهریور ۲۴, جمعه

وسله وال پوليس د پيښي ځای ته ورسېدل. ځايي رسنۍ د جمعې په ورځ د ګڼي ګوڼي پر وخت د چاودنې خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/2k1wm
London Explosion in Underground
انځور: Getty Images/AFP/D. Leal-Olivas

د لندن پوليسو ويلي چي دغه حادثه د يو ترهګر بريد په حيث تر څېړني لاندي نيسي. زياته سوې چي د پيښي په تړاو لومړۍ وزيري تيريزا مې ته دوامداره تازه معلومات ورکول کيږي.

چارواکو ويلي چي پېښه د جمعې ورځې (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۱۵مه نېټه) په ځايي وخت سهار۸:۲۰ بجو تر مځکي لاندې اورګاډي يا ميترو په ډبه کي د لندن په لوېديځ کي د پارسنس ګرين په سټېشن کي سوې ده. چاودنه په داسي وخت کي رامنځ ته سوې چي عموما په اورګاډو کي زياته ګڼه ګوڼه وي.

د لندن د مېترو ورځپاڼي پر خپله وېبپاڼه خبر ورکړ چي په حادثه کي سپرلو ته د سوځېدنې زيان اوښتی او دا چي يو شمېر نور مسافر د وارخطايي د رامنځ ته کېدو او تر پښو د لاندي کېدو له کبله ژوبل سوي دي.

يو عين شاهد چي په دغه اورګاډي کي سپور ؤ، و رويټرز خبري آژانس ته ويلي: «د پای له خوا په دویم نمبر ډبه کي يو ډول ږغ «ووش» مي واورېد. ما وليدل چي په ټوله ډبه کي لمبې وې او زما پر لور راروانې وې.»

د پيښي وروسته د اړونده تمځي يا سټېشن څخه دباندي يوه ښځه ناسته وه چي پر پښه يې پټۍ لګېدلي وې او پوليسو ګزمه کوله. يوې عيني شاهدې و رويټرز خبري آژانس ته وويل چي يوه ښځه يې وليدله چي د مريضانو جاله کي لېږدول کېدله او ورباندي بړستن اچول سوی ؤ.

د لندن پوليسو په خپل ټويټر پيغام کي ويلي: «موږ د پارسن ګرين سټېشن د اورګاډي په حادثه خبر يو چي اوس يې جاج اخيستل کيږي.» پوليسو پر خلکو ږغ کړی چي دغې سيمي ته دي نه ورځي.

په عيني حال کي په ټولنيزو رسنيو کي داسي يو انځور خپور سوی چي د اورګاډي په ډبه کي پروت يو ستل ښيي چي ورڅخه لمبه پورته کيږي. په دغه ستل کي خلطه هم تر سترګو کيږي.

د رويټرز خبري آژانس ته احوال ورکوونکي يو عيني شاهد ويلي چي د پيښي په ځای کي يې د بم خونثی کولو ځانګړي چارواکي او په همدې شان د اطفائيې ۶ اور وژونکي موټر او ۵۰ د اطفائيې همکاران ليدلي دي.

چارواکو ويلي چي کوښښ کوي چي د پيښي په تړاو دقيق معلومات په راتلونکي نژدې وخت کي د خلکو سره شريک کړي.

د بريتانيې په هيواد کي په روان کال کي څلور ترهګر بريدونه تر سره سوي چي پکښي ۳۶ انسانان ووژل سول. په ۲۰۰۵ کال څلورو بريتانوي اسلامستي بريدګرو د لندن په ميترو او اورګاډو او سرويس موټر کي ځانمرګي بريدونه تر سره کړل چي پکښي ۵۲ انسانان ووژل سول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.06.2017):