1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لندن پېښې سیمه ییز اوسیدونکي سره ویشلي دي

مسعود جهش (جوانا ایمپي)۱۳۹۲ خرداد ۳, جمعه

د لندن په سویلې برخه کې د دوو تنو له خوا د یوه انګلیسي سرتیري تر وژل کیدو وروسته، اوس د دغې سیمې فضا «حساسه» تعریف شوې ده. له بلې خوا بریتانیاوي چارواکو او سیمه ییزو استازو خلک ارامه پاتې کیدو ته رابللي دي.

https://p.dw.com/p/18dOD
انځور: Reuters

د لندن په سویلې سیمه ولویچ کې د ورځې په رڼا او د لارویانو د سترګو پر وړاندې د یوه انګلیسي سرتیري وژل کیدو، د سیمې څو کلتوري ټولنه سره ویشلې ده. له دې سره د بریتانیاوي مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو په اړه هم اندیښنې پیدا شوي دي. د پېښې تر رامنځ کیدو وروسته، سیمه ییزو ټولنیزو مشرانو ډیر ژر پر خلکو باندې غږ وکړ چې آرامه پاتې شي.

د انګلستان د مسلمانانو د شورا مشر فاروق مراد، وویل چې هغه غواړي د پېښه له کبله خپل «غوسه او ویره» څرګنده کړي. ښاغلي مراد ټینګار وکړ چې د لندن د پېښې عاملینو «اسلام او خدای» ته سپکاوی کړی دی.هغه له دې کبله چې انگلیسي چارواکو او د نورو دینونو استازو د برید او اسلام ترمنځ تړاو رد کړی دی، خوښي څرگنده کړه.

د انګلستان شاروال بوریس جانسون، په ولویچ کې له پولیسو او سیمه ییزو ټولنیزو استازو سره خبرې وکړې. جانسون په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې قتل ته باید له مذهبي لحاظه د تحریک شوې پېښې په سترګه و نه کتل شي. هغه وویل: «اوس په دې اړه پوښتنه نه رامنځ ته کیږي چې سړۍ پر اسلام او یا هم د انګلستان د بهرني سیاست پر یوې برخې باندې نیوکه وکړي [...] ټول خلک کولای شي دا خبره درک کړي چې د دغه جرم پړه په پشپړه توګه هغو کسانو پورې تړلې ده چې دغه جرم یې ترسره کړی دی.»

په انګلستان کې د سنکانو د ټولنې یوه استازي په ولویچ کې د لندن له شاروال سره تر خبرو وروسته دویچه ویله ته وویل: «موږ غواړي چې خپل یووالی او سوله ثابته وساتو.»

د سیمه ییزو اوسیدونکو بیلابیل غبرګونونه

یوه سیمه ییز اوسیدونکي چې له پنځو کلونو راهیسې د برید په سیمه کې اوسیږي، دویچه ویله ته وویل: «دا یوه څو کلتوري سیمه ده. دلته ټول د یوې لوې خوشحاله کورنۍ په څیر ژوند کوي. زه فکر نه کوم چې په دغه سیمه کې د دغې پېښې رامنځ ته کیدو کوم خاص لامل لره. دغه سیمه په اصل کې له تاوتریخوالي څخه یوه ډکه سیمه نه ده.»

دغه اوسیدونکي وویل چې هغه په اصل کې یو عیسوي دی او دا فکر نه کوي چې رامنځ ته شوې پېښه دې یو مذهبي موضوع وي. هغه ټینګار وکړ چې د نورو دینونونو د پیروانو درناوی کوی او زیاته یې کړه: «زه فکر کوم چې ځینې رسنې وایي چې دا یوه مذهبي پېښه وه. خو زه تل داسې فکر نه کوم.»

خو په همدې حال کې تر پېښې وروسته د ولویچ په سړکونو کې غوسه هم تر سترګو کیږي. دغه غوسه په ځانګړې توګه د سیمه ییزو سپین پوسه ګاکرو کسانو ترمنځ موجود ده. یوې میرمن چې لور یې په همدې سیمه کې ښوونځي ته ځي وویل چې هغه د دې پېښه له کبله ډیر خواښینې شوې ده. هغې زیاته کړه: «نن سهار ښاروال په خبرونو کې وویل چې هغه د دغې پېښې له کبله پر اسلام باندې نیوکه نه شي کولای. خو هغه څه چې موږ په سترګو وینو د مسلمانانو له خوا د نورو کسانو د وژلو بیلګې دي، نو له دې کبله باید دغه موضوع په دې برخه کې لوی نقش ولري.»

دې میرمنې وړاندې وویل: «تاسو نه شئ ویلای چې په دې اړه اسلام مسوول نه شي بلل کیدای، ځکه دا کار همدوی [مسلمانانو] کړی دی.»

د مسلمانانو د نوم خرابول

تر پېښې وروسته اوس په سیمه کې حالات ډیر حساس شوي دي. یوه سیمه ییز اوسیدونکي چې پنځه کاله پخوا له نمیبا څخه لندن ته راغلی دی وویل: «دا ډیره خرابه پېښه وه. افراطیان باید و نه منل شي.»

یوې بلې میرمنې چې د پېښې له سیمې څخه لږ لیرې په یوه دوکان کې کار کوي وویل چې هغه د رامنځ ته شوې پېښې له کبله خواشینې ده. هغې زیاته کړه چې دغه پېښه د مسلمانانو نوم خرابوي: «دا چې برید کوونکو فکر کاوه چې خپل دغه کار به له دیني لحاظه توجیه کړي زه فکر کوم د مسلمانانو نوم خرابوي.»