د لوفتنزا د هوایي شرکت عملې نن بیا اعتصاب کړی دئ
۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سهشنبهاعلان
د المان د هوایي شرکت لوفتنزا عملې نن یو ځل بیا د دغه هیواد په دوو هوایي ډگرونو کې پر اعتصاب لاس پورې کړی دئ. د هوایي شرکت د کارگرو اتحادیې UFO د برلین د تیگل او فرانکفورت په هوایي ډگرونو کې د سهار له پنځو بجو څخه د ماسپښین تر یوې بجې پورې د اعتصاب د تر سره کولو اعلان کړی دئ. نوموړې اتحادیې ویلي دي که چیرې دغو لاریونونو کومه نتیجه ور نه کړه نو د ټول هیواد په کچه به په لاریونونو لاس پورې کړي. دغه عمله په خپلو معاشونو کې د پنځه فیصده لوړوالي غوښتنه کوي خو د لوفتنزا هوایي شرکت بیا د درې فیصدو د لوړوالي وړاندیز کوي.