1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لومړيو پايلو په اړه ۱۲۰ شکايتونه ثبت سوي دي

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي چي تر اوسه پوري يې د ټاکنو د لومړيو پايلو په اړه ۱۲۱ شکايتونه ثبت کړي دي. په دغو شکايتونو کي تر ټولو ډېر يې د عبدالله عبدالله دي.

https://p.dw.com/p/1Bqon
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي چي د لومړنيو پايلو په اړه يې ۱۱۵ شکايتونه د ډاکټر عبدالله عبدالله، ۴ مورده د ډاکټر اشرف غني احمدزي او يو يو د گل آغا شېرزي او داود سلطان زوی شکايتونه ثبت کړي دي.

د دغه کمېسيون د مسئولانو په خبره د شکايتونو ۸ يې د باطل سوو رايو په اړه دي. د دې ترمخه يو شمېر کانديدانو د باطل سوو رايو په اړه نيوکي کړي وې او ويلي يې دي چي د خلکو له رايو څخه به دفاع وکړي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني نن (۲۰۱۴ کال د اپريل ۲۹) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل: «موږ به سبا دغي موضوع يعنی د انتخاباتو کمېسيون له خوا بې اعتباره سوو رايو په اړه شکايتونو ته رسېدگي وکړو.»

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ټوليزه توگه د ۵۲۵ انتخاباتي څانگو رايي بې اعتباره اعلان کړي دي. دغه کمېسيون ويلي دي چي نزدې ۲۳۴ زره رايي له شمېرلو څخه ايستل سوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چي د بې اعتباره سوو رايو په اړه پر شکايتونو باندي به سبا د چهارشنبې په ورځ په يوه علني جلسه کي غور وکړي او څارونکي کولای سي دغه پروسه له نژدې څخه وگوري.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني له کانديوانو څخه وغوښتل چي د يوه رسمي مکتوب له لاري خپل څارونکي ور وپيژني، څو شکايتونو ته د رسېدگۍ پروسه وڅاري: «دغه جلسې علني دي. زموږ په دغو مهمو جلسو کي د گډون کولو له پاره له ټولو رسنيو څخه غواړو چي په دغه سرنوشت ټاکونکو جلسو کي گډون وکړي.»

دا په داسي حال کي ده چي ډاکټر عبدالله ويلي دي چي که شکايتونو ته رسيدگي وسي نو کېدای سي چي دی په لومړي پړاو کي بريالی سي. ډاکټر اشرف غني هم ټينگار کړی دی چي که شکايتونو ته رسيدگي وسي د ده رايي به تر هغه ډيري وي چي اوس يې ترلاسه کړي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسیون مسئولانو ويلي دي چي جمهوري رياست ته د کانديدانو په اړه هم له دوی سره شکايتونه ثبت سوي دي. دغه کمېسيون د کانديدانو په اړه شکايتونه د هغوی استازو ته سپارلي دي څو په علني غونډه کي له هغوی څخه دفاع وکړي.

محسني په دې اړه وويل: «له ښاغلو کانديدانو څخه غواړو چي له پوره امادگۍ سره زموږ په غونډو کي گډون وکي څو د دوی په اړه له شکايتونو څخه دفاع وکي او شکايتونو ته د رسېدگۍ پروسه وڅاري.»

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د چارواکو په خبره که د هغو کانديدانو په اړه چي تر ۱۰۰ زرو لږ رايي يې وړي دي شکايت درج سي، نو دغو شکايتونو ته به هم رسېدگي وسي.