1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې پیلوټان روزل کیږي

۱۳۹۰ مهر ۳۰, شنبه

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې پیلوټان روزل کیږي. د دغې موخې لپاره د افغانستان په لویدځ کې د هرات ولایت د شینډنډ هوایې ډګر د روزن ځای په توګه په پام کې نیول سوی دی.

https://p.dw.com/p/12wsV
افغان امنيتي ځواک تر اوسه پوري ۶ څرخي الوتکي په اختيار کي لري
افغان امنيتي ځواک تر اوسه پوري ۶ څرخي الوتکي په اختيار کي لريانځور: AP

پر نړیوالې ټولنې له تیرو څو کلونو راهیسې همدا نیوکه کیده چې د افغان هوایې ځواک په روزنې او سمبالولو کې یې هغسي ونډه نه ده اخیستي چې ورځني حالات ورته اړتیا لري. په افغانستان کې د ناټو د روزنیزې څانګي مشر، ویلیم کادویل، وایې چې د راتلونکې ډسمبر په میاشت کې به د ملک دننه د افغان پوځي پیلوټانو د روزلو چاري پيل سي.

دغه لړۍ به دوه کاله وخت نیسي او په ترځ کې به یې افغان او بهرني روزونکې افغان ځوانانو ته د پيلوټۍ په برخه کې روزنه ورکوي. ګادویل د دغه پروګرام په اړه وایې:

«په راتلونکې ډسمبر کې به افغان پیلوټان د هیواد دننه روزنه پیل کړي. مونږ تر اوسه دغه وړتیا نه لرله. دا کار د افغان ځواکونو د وړتیا د لوړولو لپآره ډير مهم دی. مونږ به هڅه وکړو چې افغان نجوني او ځوانان د خپل هوایې ځواک لپاره وروزو.»

ناټو وویل چې دمګړۍ یې شینډند هوایې میدان د روزن ځي په توګه په پام کې نیولی. افغان دولت دمګړۍ یوازي شپږ چورلکې لري چې د ناټو له لوري افغان دولت ته اخیستل سوي دي.

د جنرال کادویل په وینا په راتلونکو څو میاشتو کې به شل نوري پوځي چورلکې او یو شمیر بار وړونکي الوتکې هم افغان ځواکونو ته وسپارل سي. اوس مهال افغان دولت هوایې ځواک ته سخته اړتیا لري.

د پوځي چارو کارپوهان هم د هوایې ځواک سمبالښت د افغان ځواکونو د بساینې لپاره ډیر مهم بولي. هغوي وایې تر هغو چې افغان پوځ غښتلی هوایې ځواک و نه لري تر هغه پوري کورني ځواکونه نشي کولای په یوازي سر او د ایتلافي ځواکونو له ملاتړ پرته ماموریت پر مخ بوزي. د پوځ متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل د هر هیواد لپاره د هوایې ځواک درلودل ډیر اړین بولي:

«مونږ نه سو کولای چې له هوایې ځواک پرته اوسنی دښمن وټکوو.»

د ناټو په خبره اوس مهال ۱۲۰ تنه افغان ځوانان چې ځيني یې نجوني دي په بهیر کې د پیلوټۍ په برخو کې زده کړې کوي.

افغانستان یو مهال د سیمې په کچه غښتلی هوایې ځواک درلود چې د پوځي چورلکو او ترانسپورتي الوتکو شمیر یې څه باندي پینځه سوه وزره ته رسیده خو د مجاهدینو د کورنیوجګړو پر مهال دغه پیاوړی هوایې ځواک له مینځه ولاړ.

ميرويس جلالزی/کابل
کتونکی: مسعود جهش