1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لويي جرگې د امنيتي پلان په اړه د طالبانو ادعا رد سوه

۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبه

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چي د دوديزي لويي جرګې امنيتي پلان ئې ترلاسه کړی دئ. دوی دغه پلان د نقشو او انځورنو سره يو ځای پخپله ((الاماره )) ويبپاڼه کي خپور کړی دئ. خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت دغه ادعا رد کړه.

https://p.dw.com/p/13A4j
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: picture-alliance/dpa

طالبانو ويلي، چي د دوديزي لويي جرګې امنيتي پلان په دفاع او کورنيو چارو وزارتونو کي ددوی ملاتړو لوړ پوړو دولتي کسانو د دوی تر ګوتو ورسولی دئ.

طالبانو ددې جرګې د پريکړو تايد کوونکو ته هم ګوتڅنډنه کړې، چي ليستونه به ئې ترلاسه او ددوی په وينا چي د محاکمې ميز ته به ئې راکش کړي.

خو کورنيو چارو وزارت بيا د طالبانو دغه ادعا چي د دوديزي لويي جرګې امنيتي پلان ئې ترګوتو کړی يوه رواني جګړه بللې ده.

ددغه وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي: « د طالبانو ادعا د هغو فشارونو نتيجه ده چي امنيتي ځواکونو پر دوی ډير کړي دي، طالبان له ناوړه تبليغاتو پرته بله لار نه لري.»

خبرپاڼه زياتوي، چي طالبانو له څه مودې راهيسي هڅه کوله چي د جرګې د کارونو په وړاندي خنډونه جوړ کړي خو د امنيتي ځواکونو د هلو ځلو په پايله کي ددوی دغه هڅي بې ځايه وې.

په خبرپاڼه کي ډاډ ورکړل سوی، چي د کورنيو چارو وزارت د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت رياست سره په همږغۍ د دوديزي لويي جرګې د امنيت له پاره ځانګړي امنيتي تدبيرونه نيول سوي دي.

په همدې حال کي د ملي امنيت شورا په غونډه کي هم د لويي جرګې پر امنيت بحث شوی دئ.

دغه غونډه تيره ورځ په ارګ کي د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ جوړه سوې وه، چي پکښي ددې جرګې پر ټينګ امنيت ساتني باندي ټينګار شوی دئ.

له ارګ څخه خپره سوې خبرپاڼه د ولسمشر حامد کرزي، له قوله ليکي چي ددې جرګې د امنيت ساتني له پاره بايد ځانګړي امنيتي پلانونه تر سره شي.

ټاکل سوې ده، چي دوديزه لويه جرګه به د رواني اونۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کي د څلورو ورځو له پاره جوړه سي.

په دې جرګه کي به د افغانستان او امريکا ترمنځ پر ستراتيژيکو اړيکو او تړون باندي بحث وسي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل