1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لويي جرگې سيمه په توغندیو ويشتل سوې

۱۳۹۰ آبان ۲۶, پنجشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چي ياغيانو د پينج شنبې په ورځ د افغانستان د لويي جرګي د خېمې په لور دوه توغندي وتوغول. دغه دواړه توغندی د خپل اصلي هدف څخه ليري چاودلي دي.

https://p.dw.com/p/13CCj
د جرگې گډون کوونکي، تر لومړۍ غونډي وروسته
د جرگې گډون کوونکي، تر لومړۍ غونډي وروستهانځور: DW

وزارت ويلي دي، چي توغندي له يو نا معلومه موقيعت څخه د افغانستان په وخت شاوخوا اته بجې توغول شوي ول.

د کابل د پوليسو يوه وياند، محمد ظاهر، ويلي چي په پيښه کي يوازي يو کس ټپي سوی دئ. د رپورټونو له مخي لومړۍ توغندی د لويي جرګې له خېمې څخه څه نا څه يو کيلومتر لري لگېدلی، او دوهم بيا تر هغه لا ليري يوه تجارتي مارکيټ ته نزدې چاودېدلی دئ. دوهم توغندی د مارګيټ ځيني هينداري ماتي کړي او يو کس ئې ټپي کړی دئ.

يو تن چي د پيښي په ځای کښي ئې د ټپي سوي کس سره مرسته کړې وايي، چي ټول پوهيږي چي هغوی غواړي لويه جرګه وولي خو پر ځاي ئې بېګناه خلک وژل کيږي.

« که دغه جرګه نه وای په دې سيمه کي به راکټونه نه وای لګېدلي.»

ددې پيښي پړه تر اوسه لا چا پرغاړه نه ده اخستې، خو تر دې وړاندي طالبانو کواښ کړی وو چي د لويي جرګې امنيتي پلان ئې تر لاسه کړی او پر جرګې به بريدونه وکړي.

دا پر رواني لويي جرګې لومړی راکتي بريد دئ. افغان امنيتي ځواکونو د جرګې تر پيليدو وړاندي يو شمېر کسان چي غوښتل ئې پر جرګې بريدونه تر سره کړي نيولي ول.

روانه لويه جرګه چي تيره ورځ «چهار شنبه» د افغان ولسمشر، حامد کرزي، له خوا پرانستله شوه د افغانستان او امريکا تر منځ پر ستراتيژيک تړون مشورې کوي.

د جرګي يوه بله موضوع هم د دولت له وسله والو مخاليفينو سره د خبرو اترو د څرنګوالي تعينول دي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيار