1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوړې مراسم د یوې میاشتې له پاره ځنډیږي

مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۲۲, یکشنبه

د ولسمشرۍ ماڼې له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یوناما مشر یان کوبیش، له ولسمشر کرزي څخه غوښتي دي چې د لوړې مراسم د یوې میاشتې له پاره وځنډوي.

https://p.dw.com/p/1Cc4o
انځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

د خپرې شوې خبر پانې په حواله په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د دفتر یا یوناما مشر یان کوبیش، ولسمشر کرزي ته په دې اړه یو لیک استولی دی. کوبیش روښانه کړې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د ټولو رایو د تفتیش بهیر ښايي تر یوې میاشتې زیات وخت ته اړتیا ولري نو له همدې کبله باید د نوي ولسمشر د لوړې مراسم هم شا ته ولویږي.

د شنبې په شپه ناوخته ولسمشریزو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري، په منځ گړیتوب پر یو شمیر «تخنیکي او سیاسي» مسایلو باندې سره موافقه وکړه ترڅو روان ټاکنیز کړکیچ پای ته ورسیږي. په دې ترڅ کې موافقه وشوه چې په دویم پړاو کې ټولې کارول شوې رایې به له سره تفتیش شي او دا چې دواړه نوماندان به پایلې مني او د بریا په صورت کې به د «ملي وحدت حکومت» رامنځ ته کوي.

ولسمشر کرزي ته د یان کوبیش په لیک کې راغلي دي: «د رایو هر اړخیزه تفتیش کافي وخت ته اړتیا لري نو له دې کبله زه له تاسو [ولسمشر کرزي] څخه غواړم چې د لوړې مراسمو نیټه چې اوس د اگست میاشتې دویمه ټاکل شوې ده د څه نا څه یوې میاشتې له پاره وځنډول شي.»

تر دې مخکې ولسمشر کرزي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري، سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د نوماندانو، کیري او ملگرو ملتونو له خوا د نیول شویو پریکړو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې تر هغه وروسته ټاکنیز کړکیچ ژور شو چې ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د پراخه درغلیو تورونه ولگول او له ټاکنیزو کمیسیونونو سره یې خپله اړیکه وشلوله.

تر دې مخکې پلان شوې وه چې د ټاکنې وروستۍ پایلې د روانې میاشتې په وروستیو ورځو کې اعلان شي او د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د اگست میاشتې پر دویمه نیټه ترسره شي. دا چې د تحلیف د مراسمو له پاره به اوس کومه نیټه وټاکل شي لا روښانه نه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب