د لوګر په خروار ولسوالۍ کې لومړی ستر روغتون جوړیږي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۷, سهشنبهد لوگر د خروار ولسوالۍ د لومړي ستر روغتو پیسې د دولت له انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي او له هغو امتیازاتو څخه شمیرل کیږي چې د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې لوګر ولایت ته ورکړل شوی. د خروار ولسوالۍ قاضي سلیمان پدې هکله وايي:
« نفوس موزیات دي اوضرورت ډیر لیدل کیږي . د پروژې کار جریان لري او ختم د پروژه تر اوسه ندی معلوم.»
د چارواکو په وینا دغه روغتون د خلکو د غوښتنې له مخې جوړیږي چې د پنځه لس زرو اوسیدونکو روغتیایي ستونځې په کې اوارې شي. د سيمي يو اوسېدونکی وايي:
« مونږه غواړو چې زمونږه په ولسوالۍ کې لنډې پروژې جوړې شي تر څو مونږه وکولای شو خپل مریض ژر تر ژره شفاخانې ته وروسوو.»
دغه روغتون به د جراحي ، داخلې ، ماشومانو او نسايي ولادي څانګې ولري او ټول امکانات به پکې وجود ولري.
د خروار اوسیدونکو په خبره د دغه ولسوالۍ له مرکز څخه تر پل علم پورې کابو څلورساعته مزل دی چې د عاجلو ناروغانو رسول د دوی یوه ستره ستونځه ده خو د نوموړي روغتون په جوړولو او په هغه کې د مسلکي ډاکټرانو په ګمارلو به اواره شي. د خروارو يو بل اوسېدونکی وايي:
« مونږ له دولت نه هیله کوو چې نور هم د روغتیا په برخه کې مونږ سره مرسته وکړي.»
د لوګر ولایت د روغتیا رئیس محمد ظریف نایب خیل هم له نورو روغتیايي پروژو څخه خبرې کوي.هغه وايي:
« کابو یوه میاشت مخکې مونږه د یو صحي مرکز بنسټ په خوښۍ ولسوالۍ کې کېښود او بل مرکز په ازر کې جوړیږي چې کار یې په چټکۍ سره روان دی.»
د لوګر د چارواکو په خبره روغتیا وزارت هم ژمنه کړې چې د دې روغتون د ودانۍ تر بشپړیدو وروسته به هلته مسلکي ډاکټران او نرسان استوي.
فرهاد محمدي / لوګر
کتونکی: احمدولي اڅکزی