1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اروپايي ټولنې څخه د هنګري د ایستلو غوښتنه

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

د لوګزمبرګ د بهرنیو چارو وزیر له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې د ارزښتونو د ساتنې یوازینې لار دا ده چې هنګري له دې بلاک څخه وایستل شي. هغه دغه خبرې له کډوالو سره د بد چلن په تړاو کړي.

https://p.dw.com/p/1K10M
Symbolbild Ungarn macht Grenze dicht
انځور: Getty Images/A. Kurucz

د «دې ویلت» آلمانۍ ورځپاڼې د سه شنبې ورځې په ګڼه کې د لوګزمبورګ د بهرنیو چارو وزیر جیین اسیل بورن، یوه مرکه خپره شوې وه. هغه په دې مرکه کې غوښتنه کړې چې هنګري دې «په موقتي توګه او یا هم په تر ټولو بد حالت کې په دایمي توګه له اروپايي ټولنې څخه وایستل شي.»

اسیل بورن، زیاته کړې: «موږ دا نه شو منلی چې د اروپايي ټولنې لومړني ارزښتونه دې په بشپړه توګه تر پښو لاندې شي.»

د لوګزمبورګ د بهرنیو چارو وزیر جیین اسیل بورن
د لوګزمبورګ د بهرنیو چارو وزیر جیین اسیل بورنانځور: Getty Images/AFP/J. Thys

د لوګزمبروګ د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې «هر هغه هیواد چې د هنګري په شان د جګړې د کډوالو پر وړاندې دیوالونه دروي، د رسنیو آزادي او د قضایي سیستم خپلواکي تر فشار لاندې راوړي، باید [له اروپايي ټولنې] ووځي».

هنګري د اروپايي ټولنې هغه هیواد دی چې د جګړې له زونونو لکه سوریې څخه یې د کډوالو پر منلو سختې نیوکې کړې دي. دې هیواد د کډوالو د لیرې ساتلو له پاره د پولې پر سر د کټارو درولو په ګډون ډیر اقدامات کړي دي.

اسیل بورن ویلي دي چې له کډوالو سره د «څارویو په څیر بد چلن کیږي». هغه زیاته کړې هر هغه څوک چې د هنګري له کټارو څخه د تیریدو هڅه وکړي، نو له ډیر بد برخه لیک سره به مخامخ شي. هغه ویلي دي: «هنګري پر کډوالو باندې د ډزو کولو امر له ورکولو څخه ډیر واټن نه لري.»

په څو ورځو کې به د اروپايي ټولنې مشران د اروپايي ټولنې د راتلونکې په اړه یوه غونډه وکړي. د اروپايي ټولنې د اوسنیو قوانینو له مخې د دې ټولنې یو غړي د نورو ټولو غړو د موافقې په صورت کې په مواقتي توګه له دې ټولنې څخه ایستل کیدای شي. د لوګزمبورګ د بهرنیو چارو وزیر د دغه قانون د بدلیدو غوښتنه هم کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په جولای میاشت کې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي وو چې له هغو کډوالو سره چې په غیر قانوني توګه د هنګري له پولې تیریږي، ظالمانه او له تاوتریخوالي ډک چلن کیږي.