1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوگر پر څرخ ولسوالۍ ځانمرگی بريد سوی

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۱۱, پنجشنبه

د لوګر ولایت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی چې په پایله کښې يې ۲ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1JtUu
انځور په لوگر کي د بلي پيښي دئ
انځور: picture-alliance/dpa/A. Ahmadi

افغان دولتي چارواکي وايي چې د لوګر د څرخ ولسوالۍ ودانۍ مخې ته په یوه بمي چاودنه کښې دوه کسان وژل سوي دي. د لوګر چارواکي وايي چې د څرخ ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته یوه زوروره چاودنه وسوه او د پیښې په تړاو یې وسله وال طالبان تورن کړل.

د لوګر ولایت د ولایتی شورا غړی، عبدالولي وکیل وايي چې برید کوونکی پلي وو او د پولیسو جامې یې اغوشتي وې. بریدګر د ولسوالۍ ودانۍ ته له رسیدو سره سم ځان ته چاودنه ورکړه او وروسته یو شمیر وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ.

د لوگر د والي وياند سليم صالحي تاییدوي چې بریدګر پلي وو او وايي چې له برید وروسته د طالبانو او افغان پولیسو ترمنځ نښته هم پیل سوې ده. صالحي وویل چې په دې پیښه کښې د شپږو وسله والو د وژلو تر څنګ اته نور ټپیان سوي او دوه پولیس هم وژل شوي دي.

د طالبانو یوه ویاند، ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل سوي ایمیل کښې د پیښې مسئولیت منلی دی. هغه ویلي دي چې دا یوه موټر بم چاودنه وه. د طالبانو ویاند وايي چې په دې پیښه کښې یې د ولسوال په ګډون ۴۱ پولیس سرتیري وژلي دي.

د روان کال په جون میاشت کښې طالبانو د لوګر ولایت پر محکمه برید وکړ چې په پایله کښې اوه کسان ووژل سول او ۲۳ نور ټپیان سول.

طالبان د تیرو څو میاشتو په اوږدو کښې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې په جګړه بوخت دي او په کندوز، هلمند او بغلان ولایتونو کښې يې سخته جګړه کړې ده.