1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د لویې جرگې اجنډا یوازې امنیتي توافقنامه ده»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ آبان ۲۵, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون پر سر د مشورتي لویې جرگې د ترسره کیدو په درشل کې، ولسمشر کرزي د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې په دغه جرگه کې به د امنیتي تړون پرته په بله موضوع بحث و نه شي.

https://p.dw.com/p/1AImU
انځور: REUTERS

ویل کیږي چې سیاسي گوندونه او د اپوزیسیون ائتلافي ډلې انديښنه لري چې افغان ولسمشر حامد کرزی په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو په هڅه کې دی او په یو ډول سره غواړي چې د لویې جرگې په ترڅ کې په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو سره خپل واک ته ادامه ورکړي.

خو افغان ولسمشر په کابل کې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۱۶مه) یوې خبري غونډې ته وویل: «د لویې جرگې تر مخه اوازې شوې چې گواکې رئیس جمهور په اساسي قانون کې د تغیر راوستلو نیت لري، د ټاکنو په تاریخ کې د تغیر راوستلو نیت لري. په دغه جرگه کې به په اثبات ورسیږي چې دغه جرگه یوازې او یوازې له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر د بحث له پاره ده او بله هیڅ کومه اجنډا نه لري او نه به یې ولري.»

په پام کې ده چې په مشورتي لویه جرگه کې به شاوخوا ۳۰۰۰ تنه گډون وکړي. افغان ولسمشر وویل چې په دغه جرگه کې به د کډوالو، علماوو، روڼ آندو او د خلکو د بېلابیلو قشرونو استازي گډون ولري.

کرزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په دغه جرگه کې به له امریکا متحده آیالاتو سره د امنیتي تړون مخالفین او موافقین حضور ولري او هر هغه تصمیم چې دوی ونیوه، هغه ته به درناوی وشي.

کرزي طالبان او حزب اسلامي لویې جرگې ته راوبلل

افغان ولسمشر حامد کرزي طالبانو او د گلبدین حکمتیار حزب اسلامي ته په مشورتي لویه جرگه کې د گډون بلنه ورکړه چې د امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون پر سر بحث کې برخه واخلي.

ولسمشر حامد کرزي خبرې غونډې ته د وینا پر مهال وویل هیله لري چې د گلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او طالبان په دغه جرگه کې گډون وکړي. لویه جرگه د پنجشنبې په ورځ تر سره کیږي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان او حزب اسلامي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور سره مخالفت لري او له هغوی سره د جنگ په حالت کې قرار لري. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې حزب اسلامي او طالبانو دغه بلنه رد کړې ده.

د ولسي جرگې انديښنې

په عین حال کې د افغانستان د ملي امنیت مشاور رنگین دادفر سپنتا، د شنبې په ورځ د ولسي جرگې په عمومي غونډه کې حضور درلود او د امنیتي تړون په اړه یې د ولسي جرگې استازو ته معلومات ورکړل. د ولسي جرگې تر ټولو مهمه اندیښنه دا ده چې د امنیتي تړون د امضا کیدو سره سره به پر افغانستان تجاوز کیږي.

سپنتا وویل چې دغه تړون ۲۶ مادې او دوه ضمیمې لري. هغه زیاته کړه چې د دغه تړون په لاسلیک کیدو سره به امریکایي ځواکونه د افغانانو د کورونو د تالاشي کیدو حق ونه لري: «د افغانستان په داخل کې د وگړو کورونو ته ننوتل، د کورونو پلټل او د هغوي د نیولو مطلق مخینوی. د افغانستان په خاوره کې د هررنگه اتومي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د نه ځای پر ځای کیدو پر سر توافق.»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، رنگین دادفر سپنتا
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، رنگین دادفر سپنتاانځور: DW

سپنتا په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې لا تر اوسه هم امریکایي ځواکونو ته د قانوني مصؤنیت پر سر اختلاف موجود دی. هغه زیاته کړه: «د یوه جرم د ترسره کیدو په صورت کې به هغه کومه محکمه وي چې دوی محاکمه کوي؟ امریکایان پر دې ټینگار کوي چې دغه محکمه دې امریکایي وي که دا د افغانستان په داخل کې وي او که د باندې او دا هغه سرحد دی چې هغوی [امریکایان] د هغې پر سر خبرو اترو ته حاضر نه دي.»

د افغانستان د حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي پر دې خبره ټینگار وکړ چې د امریکایي سرتیرو پرته، ټول امریکایي اتباع او د هغوی قراردادیان، د افغانستان په قضایي حوزه کې راځي او د یوه جرم د ارتکاب په صورت کې د افغانستان په دننه کې محاکمه کیږي.

د سپنتا د وینا له مخې د امنیتي تړون د امضا کیدو په صورت کې به د کابل، مزار شریف، هرات، کندهار، په هلمند کې د شوراب، گردیز او د جلال له هوایي ډگرونو څخه په گډه افغانان او امریکایان استفاده کوي. سپنتا یادونه وکړه چې امریکایان او د ناټو یو شمیر غړي هیوادونه غواړي چې د افغانستان په نهو حوزو کې حضور ولري.

په عین وخت کې د ولسي جرگې یو شمیر استازو اندیښنه څرگنده کړه چې د بهرني تجاوز د څرگند تعریف سره سره، امریکا متحده ایالات به د هغو تجاوزونو پر وړاندې چې د گاونډیو هیوادونو له لوري کیږي، د افغانستان ملاتړ و نه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور وویل چې له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون نه امضا کیدل به د خلکو په منځ کې ویره رامنځ ته کړي او د افغانستان د دښمنانو د بیرته راگرځیدو سبب به شي.