1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوی اختر په خاطر په سوریه کې د اوربند هیله

لاید هولت اولریش/ عبدالباري حکیم۱۳۹۱ آبان ۴, پنجشنبه

د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی لخضر ابراهیمي، هیله لري چې د لوی اختر په مناسبت د سوریی په کورنۍ جګړه کې اوربند ټینګ شي.

https://p.dw.com/p/16W6B
انځور: PHILIPPE DESMAZES/AFP/Getty Images

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ابراهیمی له هڅو څخه چې د سوریې په جګړه کې سمدلاسه اوربند وشي، هرکلی کړی دی. خو د هغه د دې هڅو په هکله مختلف رپوټونه ورکړل شوي دي. هغه کله چې د سه شنبه په ورځ قاهرې ته ورسید سمدلاسه یې اعلان وکړ چې د ولسمشر بشار الاسد رژیم موافقه کړې ده چې د لوی اختر په ورځو کې اوربند وکړي.

براهیمي یوې خبري غونډې ته په لنډه توګه ویلي وو: «په دمشق کې زما له لیدنې کتنی وروسته زه کولای شم چې ووایم چې د سوریې حکومت د اختر په ورځو کې له یوه اوربند سره موافقه وکړه. موږ هڅه وکړه چې د کړکیچ له ټولو اړخونو سره تماس ونیسو. موږ هیله لرو چې دا ابتکار بریالیتوب ته ورسیږي. که چیرې دا کار وشي، نو کیدای شي چې دا اوربند د یوه سیاسي اقدام له پاره پیل وګرځي.»

داچې دا اوربند به څومره دوام وکړي، ابراهیمی په دې هکله معلومات ور نه کړل خو ویل شوي دي چې د لوی اختر له پیل سره یعنې د جمعی له ورځې څخه وروسته کیدای شی تر څلور ورځو پورې په سوریه کی اوربند پلي شي. ابراهیمي د دغو څلورو ورځو اوربند له پاره څلور ورځې په دمشق کې تیرې کړې او د رژيم له چارواکو سره یې لیدنې کتنې وکړي چې هغوی قانع کړي چې لږ تر لږه د مسلمانانو د اختر په شپو ورځو کې له زور زیاتیو څخه لاس واخلي.

خو داسې ښکاري چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دا غوښتنه د دغه رپوټ تر جوړیدو پورې د کړکیچ د ټولو اړخونو له خوا منل شوې نه وي. د چهار شنبې په ورځ د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې پر نوموړې غوښتنې باندې غور روان دی. د یاغیانو له اړخه هم داسې تینګه ژمنه نه ده شوې چې هغوی دې د اختر په ورځو کې اوربند ته غاړه کیږدي. هغوی وایي چې په لومړي سر کې د رژیم سرتیري باید له ډزو او ببماریو لاس واخلي. دغه راز د سوریې له ملي شورا څخه چې د حکومت ستر اپوزیسیون اړخ دی له احتیاط څخه ډک غبرګون ښکاره شوی دی. د دې شورا ویاند صالح مبارک، وویل: «موږ شک لرو. رژیم تر اوسه پورې د ښه نیت هیڅ نښانه نه ده ښکاره کړې. که چیرې هغه رښتیا هم اور بند ته غاړه ږدي، نو بیا ولې یې همدا څو ورځې مخکې یو زیات شمیر ښځې او ماشومان ووژل.»

د اختر په شپو او ورځو کې د اوربند په اړه دواړه اړخونه ځینې ملاحظې لري او هغه دا چې هغوی پر یو بل باندې بې اعتباره دي او ګمان کوي چې یو یا بل اړخ ښایي له دغه اوربند څخه په خپله ګټه کار واخلي چې پوځي لاس برتوب پیدا کړي.

اپوزیسیون د اوربند له پاره ځیني غوښتنې هم لري چی په هغوی کې د رژیم له خوا د بندیانو خوشي کول او جګړه ځپلو سیمو ته دې روغتیایي خدمتونو رسول هم شامل دي.

د سوریېپه جګړه کې لومړی اوربند د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي کوفی عنان، په مینځګړیتوب د اپریل په میاشت کې رامنځ ته شو، خو هغه یوازې څو ورځې وروسته مات شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب