1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوی اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

۱۳۹۰ آبان ۱۴, شنبه

د افغانستان د کورنیو چارود وزارت ویاند وایي چې افغان ځواکونه به د اختر د ورځو پرمهال د ټولو مذهبې جشنونو کلک امنیت وساتي او په همدې موخه په زرګونو تنه تازه دمې پولیس سرتیري په بیلا بیلو سیمو کې ځای پر ځآی شوي دي.

https://p.dw.com/p/135Wc
د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې په بیلابیلو سیمو کې اضافي ځواکونه ګمارل شوي دي
د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې په بیلابیلو سیمو کې اضافي ځواکونه ګمارل شوي ديانځور: AP

ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ به په ټول افغانستان کې د لوی اختر لومړی ورځ ولمانځل شي. په همدې موخه د پلازمیني کابل په ګډون په ډيرو لویو ښارونو او حساسو سیموکې په زرګونو اضافي پولیس، د ملي پوځ او ملي امنیت سرتیري ځای پرځای شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي، نن په کابل کې وویل چې ټول افغانان کولای شي په ډاډه زړه خپل مراسم پرځای کړي او په ورته وخت کې د هر راز شکمنو فعالیتونو په اړه خپلو ځواکونو ته خبرورکړي.

صدیقي زیاته کړه چې د ترهګرو ډیري شبکې یې دړي وړي کړي او نور هغوي دا وړتیا له لاسه ورکړي چې په لویو بریدونو لاس پوري کړي:

«زه تاسو ته په اطمینان او پوره ډاډ سره ویلای شم چې هیڅ راز داسي ګواښ چې زمونږ او ستاسو امنیت له ستونزو سره مخ کړي شتون نه لري. طالبان په تیښته کې دي او کله نا کله د شپې له خوا د ځينو امنیتي خلا ګانو څخه په ګټي اخیستني سره پر لویو لارو ماینونه ځای پر ځای کوي چې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.»

د مسلمانانو د دغه مذهبې جشن لوی اختر په درشل کې په ښارونو کې ګڼه ګوڼه هم زیاته سوې ده.

د کورنیو چارو وزارت پر داسي مهال ټولو افغانانو ته د امنیت د برابرولو ټټر وهي چې د پلازمیني په ګډون د افغانستان یو شمیرکلیدي ښارونه په تیرو څو اونیو کې د خونړیو بریدونو شاهدان ول چې وروستۍ پیښې په کندهار او هرات ولایتونو کې رامنځ ته شوې.

صدیقي وایې چې افغان او نړیوالو ځواکونو اوس د طالبانو ډلي لپاره د فعالیت چاپېریال ډېر محدود کړی دی:

«مسله دا ده چې د طالبانو د ترهګري ډلي لپاره مو د کړنو ساحه ډیره تنګه کړي ده. هغوي د غلو په څير په دوه ډول اعمالو لاس تر سره کوي. لومړۍ دا چې د واټ د غاړي ماینونه خښ کړي او دوهم دا چې د خلکو په ترور او یرغمل نیونې سره د خلکو تر منځ ویره خپره کړي.»

د ولسمشر کرزي دفتر یوه وینا پاڼه چې دویچه ویله ته را رسیدلي ښیي چې ولسمشر کرزی به د اختر د لمانځه وروسته مهمه وینا هم واوروي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش