د لوېدېځ پرته په نړۍ کي پوځي مصارف لوړ سوي
۱۳۹۳ فروردین ۲۵, دوشنبهد ۲۰۱۳م کال په هکله دSIPRI خپور سوی کلنی راپور ښيي چي په نړیواله توګه په پوځي مصارفو کي د ۱،۹ سلنه کموالی راغلی دی. د دغه کمښت لامل دا دی چي د امريکا متحده ايالاتو د عراق څخه د خپلو عسکرو د ايستلو وروسته په خپله پوځي بوديجه کي کمښت راوستی دی. د راپور په وينا که د شمېرو څخه د امريکا برخه وايستله سي نو بيا په په ټوليزه توګه په نړۍ کي پوځي مصارف زيات سوي دي.
په راپور کي راغلي دي چي د امريکا متحده ايالات په يوازي سره د نړۍ د ټولو پوځي مصارفو دريمه برخه جوړوي چي له همدې کبله يې پر دغه ډول احصائيو اغېز زیات وي. په ټوليزه توګه د ټولي نړۍ پوځي مصارف ۱۷۴۷ مليارده ډالره ښوول سوي دي. دغه پيسې نه يوازي پر پوځي تجهيزاتو بلکې د پوځونو په ساتنه، اداري مصارفو، څېړنو او د پوځونو له پاره پر تعميراتي پروژو لګول سوي دي. د راپور د پايلو له مخي په ۲۰۱۳م کال د اکثره هيوادونو په پوځي بوديجه کي زياتوالی راغلی دی.
له سپما سره سره ناټو پياوړې ده
نه یوازي متحده ايالاتو بلکې د آلمان او پولېنډ څخه پرته د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان، ناټو، ټولو غړو هيوادونو د اقتصادي بحران په ترڅ کي په خپلو دفاعي بوديجو کي کمښت راوستی دی. خو د سپما د دغو اقداماتو سره سره، ناټو په نړیواله توګه تر ټوله زياته د پوځي قراردادونو ورکوونکې منبع ده.
په هامبورګ کي د سولي د څېړنيز انستيتيوت کارپوه پروفيسور ميشايل پروسکا، چي د امنيت او وسلو په موضوعاتو کي د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت مشاور هم دی، په دې هکله وايي: «که د ناټو ټول اعداد او شمېرې محاسبه کړای سي نو پوځي مصارف يې د ټولو نړۍ د پوځي مصارفو دوه پر دریمه برخه جوړوي.»
«روسيه پياوړې کېدل غواړي»
د SIPRI د څېړنيز راپور پر اساس روسيې د ۲۰۱۲م کال په پرتله په ۲۰۱۳م کال پر خپل پوځ زیات مصرف کړی دی. د ميشايل پروسکا په وينا رامنځ ته سوی عدم توازن د روسيې د پوځي تجهيزاتو د پلانونو تشريح هم کوي. هغه وايي: که چیری کلنی خالص توليد د پوځي مصارفو سره پرتله کړای سي، نو روسيې د تيرو ۱۵ کلنو راهيسي د لومړي ځل له پاره تر امريکا زيات پوځي مصارف درلودلي دي.
نوموړی زياتوي: «د دې څخه دا روښانه کيږي چي په روسيه کي د دې له پاره زياتي هلي ځلي کيږي چي دغه هيواد په نظامي توګه بېرته قوي سي.» پروسکا وايي چي دا هم بايد له پامه ونه غورځول سي چي په ۱۹۹۰ کلونو کي د وسلو روسۍ فابريکې له خاورو سره خاوري وې او له همدې کبله اوس روسيه په دې ترڅ کې زياتو هلو ځلو ته اړتيا لري.
چين د آسیا د ستر ځواک په توگه
د «سیپري» د څېړنيز راپور چمتو کوونکی مشر سامويېل پېرلو فريمېن، وايي چي د چين هيواد نظامي مصارف ډېر شفافه نه دي. د نوموړي په وينا له همدې کبله دا په دقيقه توګه نه معلوميږي چي د چين نظامي مصارف د څه له پاره په کار اچول کيږي. د راپور له مخي د چين په نظامي مصارفو کي د ۷،۴ سلنې زياتوالی راغلی دی. دغه پيسې د نورو برخو تر څنګ د عسکرو له پاره د اوسېدنې د بهتره آسانتياو له پاره مصرف سوي دي.
فريمېن وايي چي د روسيې او چين د نظامي مصارفو لوړیدو ته باید د سړی جگړې څخه وروسته د امریکا متحده ایالاتو د ځواک د لاس برتوب په رابطه کې وکتل سي: « دوی (روسیه او چین) پر یوې یوه قطبي نړۍ باندې هیڅکله خوښ نه وو، هغې یوې نړۍ کې چې امریکا په یوازیتوب سره له پوځي لاری د لاس برتوب هدایت ورکړي.»
د راپور د پايلو له مخي په منځني ختيځ کي د ۲۰۱۳م او د ۲۰۱۲م کلونو په پرتله پوځي مصارف جګ سوي دي. سعودي عربستان په نړۍ کی تر ټولو زیاتي وسلې رانيونکی څلورم هيواد دی. فريمن وايي چي په مجموع کي د منځني ختيځ د هيوادونو نظامي مصارف ډېر غېر شفافه دي. د راپور له مخي په افريقا کي هم پوځي مصارف زيات سوي دي.