1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا د جګړې په اړه د پوتين او ميدويدف د نظر اختلاف

۱۳۹۰ فروردین ۴, پنجشنبه

د لويديځ ايتلاف له خوا پر ليبيا د پوځي بريد په اړه د روسيي د لومړي وزير ولاديمير پوتين او د دغه هيواد د ولسمشر ديميتري ميدويديف مختلفو ارزونو د هيواد څخه بهر خلک مشوش کړي دي.

https://p.dw.com/p/RC9v
د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين او جمهور ريس ديميتري ميدويدف.
د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين او جمهور ريس ديميتري ميدويدف.انځور: AP

پوتين د دوشنبې په ورځ دغه حملې د صليبي جګړو په نامه وغندلې او ميدويديف پر لومړي وزير په غير عادي توګه سختي نيوکي وکړې. يوه ورځ وروسته دواړو سياستوالو دا کوښښ وکړ چي دغه اختلافونه خلکو ته معمولي او عادي وښيي.

د سياسي چارو کارپو ولادمير پريلوفسکي په دې باور دی چي اوسنی بحث د ولاديمير پوتين د سياسي لوبي يوه برخه ده. د هغه په وينا د روسيې اساسي قانون ته په نه پاملرني سره چي څه يي پکښي ليکلي دي، همدا لومړی وزيردی چي د هيواد بهرنی سياست ټاکي.

« پوتين غواړي چي په لويديځ کي د خپل حيثيت د لوړولو لپاره ځان سوله غوښتونکی څرګند کړي. له همدي امله روسيي د امنيت شورا د ليبيا په اړه پريکړه ليک کي مستنکف رايه ورکړه. مسکو دا حالت تقريبا واقعت ته نژدې اټکل کړی، چي يو وسله واله شخړه به رامنځته کيږي. شايد روسيه او يا تر ټولو زيات کرملين په دې توګه ډيره ګټه ترلاسه کړي. د بيلګي په توګه د نفتو بيه به لوړه شي.»

د پترزبورګ د سياست د ټولني د مشر ميخايل وينګرادوف په اند، د پوتين خبري يوازي لويديځ ته نه، بلکي زياتره د روسيې خلکو ته متوجه کيږي. چي په انتخاباتو کي برخه اخلي.

« زما په اند هغه څه چي موږ د پوتين او ميدويدف په بحثونو کي وينو، د روسيې په داخلي سياست کي يو ښکاره بدلون ښکاره کوي. د ولسمشر او لومړي وزير په علني خبرو اوبحثونو کي د پام وړ واټن ليدل کيږي. دا ډول مخالفتونه به، پخوا پټ ساتل کيدل او په ښکاره بحثونو کي يې ځای نه درلود.»

په مسکو کي د سياسي چارو کارپوه ، سرگئي چرنياخوفسکي په اند، پوتين په دې توګه د ميدويديف په پرتله مثبت پاينټونه اخلي.

« ميدويديف د روسيي ګټو ته لږه پاملرنه کوي او ډير په دي فکر کي دی چي څنګه کولای سي چي لويديځ ته ځان ښه ښکاره کړي. زه د پوتين سره کومه خاصه دلچسپي نه لرم ، خو زما په اند يو داسي ديکتاتور چي د خپل هيواد ګټي غوره ګڼي، تر هغه چا بهتره دی، چي د نورو هيوادونو په خدمت کي وي او يوازي په دې فکر کي وي چي د لويديځ لخوا وستايل سي.»

يګر وينګرادوف/ ناصر

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل