1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليزبن غونډه د ناټو د راتلونکي بنسټ ږدي

۱۳۸۹ آبان ۲۸, جمعه

نا غواړي په دې غونډه کي د افغانستان د پاره نوې ستراتيژي او د روسيې سره په ارويا کي د توغنديو د دفاعي سيسټم د جوړولو په اړه يوې موافقې ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/QE0l
انځور: DW

دغه دوه ورځنۍ غونډه د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن او پرتګال د صدراعظم خوزې څوقراتيس په ويناو پرانستل سوه.

د ناټو عمومي منشي په خپله لنډه پرانستونکې وينا کي دغه غونډه د ناټو په تاريخ کي تر ټولو مهمه وبلل او ويې ويل چي دغه سرمشريزه به د ناټو راتلونکې ټاکي.

راسموسن وويل چي موږ بايد د ناټو ځواکونو هغه ماموريت ته احترام وکړو چي د کوسووا څخه تر افغانستانه پوري يې لري.

د ناټو عمومي منشي تر لنډي وينا وروسته د خبريالانو څخه غوښتنه وکړه چي د غونډي تالار پريږدي او نور غونډه د تړلو دروازو ترشا روانه ده.

د غونډي تر مخه د ناټو وياند جېمس اپارتورای په يو خبري غونډه کي خبريالانو ته وويل، چي ناټو به د افغانستان سره داسي تړون لاسليک کړي چي تر هغه څه به ډير وي چي اوس يې د ترويزم ضد جګړې پر مهال کوي.

غونډه به دوې ورځي دوام وکړي او د افغانستان د پاره پر نوي ستراتيژۍ سره بيره چي ويل کيږي په هغه کي به تر ۲۰۱۴ کاله پوري ټول امنيتي مسوليت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري، په اروپا کي به د توغنديو د دفاعي سيسټم د جوړولو خبره هم پخه کړي.

د امريکا لخوا په اروپاکي د توغنديو ددفاعي سيسټم د جوړولو سره روسيې مخالف ښودی ولي اوس ويل کيږي چي روسيه دې ته تياره ده چي د ناټو سره په ګډه په اروپاکي د توغنديو د دفاعي سيسټم پر مسلې باندي خبري وکړي.

ټاکل سوې ده چي سبا به په ليزبن کي د ناټو- روسيې په غونډه کي د توغنديو پر دفاعي سيسټم باندي هر اړخيز بحث وسي.

د غونډي په لومړۍ ورځ نه افغان ولسمشر او نه يې هم کوم استازي په غونډه کي ګډون درلودی په داسي حال کي چي ولسمشر تر غونډي يوه ورځ د مخه ليزبن ته راغلی و.

د غونډي په دوهمه ورځ به هم افغان ولسمشر حامد کرزی او هم د روسيې جمهورريس دميتري ميدويدف په غونډه کي برخه ولري.

د غونډي دوهمه ورځ به تر ډيره ځايه د افغانستان سره د يو نوي سياسي مشراکت پر تړون او د روسيې سره د همکاريو د پراختيا پر موضوعګانوباندي را څرخي.

نجيب الله زيارمل/ ليزبن

کتونکی: عبدالباري حکيم