1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليسبوس په مهاجر کمپ کي اخ و ډب

۱۳۹۵ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

د یونان د لیسبوس ټاپو په مهاجر کمپ کې د پولیسو او مهاجرو تر منځ اړو دوړ رامنځته شوی. په عین حال کې ترکيې ته د مهاجرو لیږد هم دوام لري.

https://p.dw.com/p/1IdGF
په ليسبوس ټاپو کي د مهاجرو کمپ
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Tsakmakis

د پولیسو په حواله د لیسبوس په موریه مهاجر کمپ کې مهاجرو پر پولیسو د ډبري اورولي او د کمپ له ساحې څخه لوګي پورته شوي. د پولیسو یوه ویاند وویل چې د کمپ د ځوانو مهاجرو په برخه کې یوه تن مهاجر یوې کثافت دانۍ ته اور ورته کړې وو. له همدغه ځای څخه ګډوډي پیل شوې ده.

د مرستندویانو د معلوماتو له مخي له څو ورځو راهیسې په کمپ کې ترنګلتیا موجوده وه. خو د دې تازه پیښې اصلي لامل لا معلوم نه دی. خو د حکومتي کړیو له خوا ویل شوي چې یو «سوتفاهم» په کمپ کې د پیښي سبب شوی.

د رسمي معلوماتو پر اساس دمګړۍ په لیسبوس کې تقریباً ۴۳۰۰ مهاجر ساتل کیږي چې زیاتره یې په موریه کمپ کې دي. دې کمپ ته هغه مهاجر راوستل کیږي چې د پنا چانس نه لري او د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ د مارچ د شلمې نېټې تړون له مخې باید بیرته ترکیې ته ولیږدول شي.

د يونان په ليسبوس ټاپو کي حالت ورځ تر بلي خرابيږي
د يونان په ليسبوس ټاپو کي حالت ورځ تر بلي خرابيږيانځور: picture-alliance/AP Photo/P. Tsakmakis

۴۹ مهاجر بیرته لیږدول شوي

پرون، سه شنبه هم یونان له دغه لانجمن تړون د عملي کولو راهیسې د مهاجرو دریمه ډله ترکیه ته ولیږدول. د پولیسو د معلوماتو له مخې د آژې د لیسبوس، کاوس او کیوس ټاپوګانو څخه ۴۹ مهاجر په دریو ډلو کې ترکیې ته لېږدول شوي دي.

د اپریل پر ۴ او ۸ نیټه په مجموعي توګه ۳۲۶ مهاجر چې زیاتره یې بنګله دیشي وګړي ول، په څو ګروپونو کې ترکیه ته استول شوي دي.

له کاوس څخه اوس د بنګله دیش ۱۸، د میانمار ۹ او د پاکستان ۴ مهاجر د ترکیې ګلوک بندر ته انتقال شول. له لیسبوس څخه بیا ۸ افغانان، ۴ ایرانیان او یو اردنی د ترکیې دیکیلي ته لیږدول شوي. همدا راز له کیوس څخه هم څلور افغانان او یو ایرانی چشمې ته انتقال کړل شول. دغه مهاجر د اروپايي ټولني د پولو او ساحلونو د ساتنې ادارې «فرونتکس» د مامورینو له خوا بدرګه کیږي.

له یونان څخه تر انتقال وروسته دغه مهاجر په ترکیه کې یوه مهاجر کمپ ته انتقالیږي. د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ تړون په پام کې لري چې ترکیه باید هغه ټول مهاجر ومني چې په غیر قانوني توګه یونان ته رسیدلي وي او یا هلته یې د پنا غوښتنه رد شوي وي.

اروپايي ټولنې د دې په بدل کې منلې ده چې د هر بیرته لیږدول شوي سوریايي مهاجر په بدل کې به له ترکیې څخه یو مهاجر په قانوني لار اروپايي ټولنې ته انتقالیږي چې وروستی حد یې ۷۲ زرو انسانانو ته رسیږي. خو د بشري حقونو سازمانونه او مرستندويه ټولني پر دغه توافقنامې سخت انتقادونه کوي.

دمګړۍ د آژې سمندر پر ټاپوګانو میشتو تقریباً ۸۰۰۰ مهاجرو د بیرته لېږلو له ویرې هلته د پنا غوښتنه کړې ده چې دغه غوښتنه د هغه تر مخه چې دغه مهاجر بیرته ولیږدول شي، باید بررسي شي.