1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا ایتلافي کابینه د پارلمان له خوا تایید شوه

۱۳۹۱ آبان ۱۱, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16ao5

د لیبیا پارلمان د صدراعظم علي سیدان کابینه تأیید کړې ده. د معمر القذافي د رژیم تر راپرځیدو څه نا څه یو کال وروسته، اوس یو ایتلافي حکومت د لیبیا چارې په لاس کې نیسي. د علي سیدان نوې کابینه له ۳۰ وزیرانو جوړه شوې ده چې د لیبرال او اسلامي ګوندونو څخه جوړ شوي دي.

نوې رهبري به لیبیا کې د اوسني انتقالي حکومت ځای ونیسي چې د قذافي د رژیم تر راپرځیدو وروسته یې د لیبیا چارې په لاس کې لرلې.