1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا د مؤقتي شورا پر پخوانی مشر اقامه دعوی سوې ده

۱۳۹۱ آذر ۲۲, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/170J1

د لیبیا د مؤقتي شورا پر پخوانی مشر مصطفی عبدالجلیل باندي د یاغیانو د رهبر د وژل کیدو له کبله اقامه دعوی سوې ده. د پخواني انتقالي حکومت له دغه مشر څخه تر تحقیقاتو وروسته د نظامي څارنوالۍ یوه غړي وویل، چي عبدالجلیل له قدرت څخه د سوء استفادې او ملي وحدت ته د زیان رسیدو پخاطر تورن دی. دی اوس په ضمانت باندي بیرته آزاد سوی دی، خو باید په فبروري کښي په نظامي محکمه کښي جواب ووايي. د ۲۰۱۱ م کال په جولای کښي د لیبیا د یاغیانو پخوانی نظامي رهبر عبدالفتاح یونس ووژل سو. دی پخوا د لیبیا د دیکتاتور معمرالقذافي داخله وزیر وو او د ۲۰۱۱ م کال په شروع کښي یاغیانوته ورواوښت. د یونس تر مرموزه مرګ وروسته داسي اوازې خپرې سوې چي گويا دی پخپله د یاغیانو له خوا وژل سوی دی.