1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا ساحلي گارد د ۶۰۰ مهاجرو د سفر مخه نیولې

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ فروردین ۹, دوشنبه

په داسې حال کې چې د بالکان لاره تړل شوې، ډیر شمیر مهاجر اوس هم په اروپا کې د یوه بهتره ژوند په هیله دي. آیا لیبیا به یو وار بیا د قاچاقبرانو او مهاجرو د توجه مرکز وگرځي؟

https://p.dw.com/p/1IKya
انځور: picture alliance/dpa/Str

د لیبیا ساحلي گارد دری بادي کیشتۍ چې مهاجر په کښې سپاره ول د صبراته سیمې ته نږدې درولي دي. صبراته د طرابلس په لویدیځ ۷۰ کیلومترۍ کې پروته سیمه ده. د لیبیا د سمندري ځواکونو ویاند ایوب قاسم اعلان وکړ چې دغه ۶۰۰ تنه مهاجر ټول افریقایان دي، چې ۸۰ تنه میرمنې هم په کښې شاملې دي.

یوه اونۍ مخکې د هسپانوي، ایټالوي او آلماني کیشتیو پرسونل ۸۰۰ تنه مهاجر د مدیترانې په سمندر کې له ډوبیدو څخه وژغورل. دوی په نا مناسبو کیشتیو کې د لیبیا پلازمېنې طرابلس ته نږدې ساحل څخه د اروپا په نیت روان شوي ول. ډیرې دغه مهاجر د افریقا د سویل صحرایې هیوادونو اتباع ول.

د لیبیا د سمندري ځواکونو ویاند د فرانسې د دفاع وزیر ژان ایو لودریان، خبرې رد کړي او هغه یې مبالغه آمیزه بللي. لودریان ویلې وو چې شاوخوا ۸۰۰ زره مهاجر په لیبیا کې په تمه دي او آرزو لري چې ځان اروپا ته ورسوي.

آیا لیبیا د مهاجرو له پاره نوې انتخاب دی؟

البته ملگري ملتونه او د اروپایې اتحادیې کمیسیون هم ویره لري چې د بالکان مسیر د بندیدو او د ترکیې او اروپایې اتحادیې تر منځ د تړون په پایله کې به، مهاجر د نوو لارو په لټه کې وي. د دوی په اند د دې احتمال شته چې لیبیا به د دوی د توجه په مرکز کې قرار ونیسي. په دغه هیواد کې کورنۍ جگړه حاکمه ده.

د خارجي سیاست په برخه کې د اروپایې اتحادیې د استازۍ فدریکا موگریني د ارزونې له مخې د دې احتمال وجود لري چې په نږدې راتلونکي کې تر ۴۵۰ زرو ډیر مهاجر هڅه وکړي د لیبیا له لارې او د مدیترانې له سمندر څخه په تیریدو ځان اروپا ته ورسوي.

د پسرلي له پیلیدو سره سم د هغو مهاجرو په هکله چې کیشتۍ یې د دغه هیواد د ساحل په مقابل کې درول کیږي د لیبیا خبري آژانس «لَنا» رپوټونه ډیر شوي دي.

مهاجر د ژغورل کیدو هیله لري

ډیرې وختونه کله چې د مهاجرو کیشتې د ایتالیې د ټاپوگانو پر لور روانیږي، پوهیږي چې د اروپایې اتحادیې د گزمې کیشتې به دوی په اوبو کې له ډوبیدو څخه وژغوري.

د دغو کیشتیو ماموریت چې د لیبیا د اوبو له ساحې څخه د باندی گزمه وهي د قاچاقبرانو د فعالیت مخه نیول دي. دوی د سمندر په خطر لرونکو برخو کې مهاجر هم ژغوري.

د ۲۰۱۴ کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۳۳۰ زره تنه مهاجر د لیبیا د ساحل له لارې د مدیترانې بحیرې څخه په تیریدو ایټالیا ته رسیدلي دي. د دې خطرناک سفر په ترڅ کې په زرگونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په روان میلادي کال کې شاوخوا ۱۴ زره تازه راغلي مهاجر ثبت او راجستر کړي دي. تیر کال په همدې زماني دوره کې ۱۰۰۷۵ مهاجر ایټالیا ته رسیدلي ول.