1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا له صدراعظم څخه د اعتماد رایې اخیستل شوې ده

۱۳۹۱ مهر ۱۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16M8h

د لېبیا پارلمان د دغه هیواد له صدراعظم څخه د اعتماد رایې بیرته اخیستې ده. دغه رایې اچونه د یکشنبې په ورځ وروسته تر هغې تر سره شوه کله چې د لېبیا صدراعظم د راتلونکو لسو میاشتو له پاره نوي وزیران ونومول. تر دې څو ورځې وړاندی صدراعظم دې ته مجبور کړل شوی وو چې د خپلې پخوانې کابینې وزیران هم لیري کړي. د لېبیا دغه نوی صدراعظم د سپتمبر د میاشتې پر دولسمه نیټه ټاکل شوی وو او د یوې داسې کابینې د جوړلو په هڅه کې وو چې د لېبیا خلکو ته د منلو وړ وي.