1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا ملي کانگرس واک تر لاسه کړ

۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه

د لیبیا ملي انتقالي شوری د دې هیواد د پخواني رژیم تر راپرځیدو څه نا څه یو کال وروسته، واک نوې ټاکل شوې مقننه ادارې ته وسپاره. د نوي حکومت، اساسي قانون او پارلمان جوړیدل د لیبیا له پاره راتلونکي هدفونه دي.

https://p.dw.com/p/15m9Y
انځور: Reuters

د چهارشنبې په ناوخته په لیبیا کې د واک سپارل ولمانځل شول. په دې ترڅ کې د لیبیا د ملي انتقالي شوری مشر مصطفی عبدالجلییل، په نوې مقننه اداره کي دعمرپه لحاظ تر ټولو مشر غړي ته د دې هیواد واک وسپاره.

د لیبیا په نوې مقننه اداره کې ۲۰۰ کسان غړیتوب لري چې د جولای د میاشتې په اوومه نیټه ټاکل شوی دي. د واک د لیږدولو په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د مدني ټولنې استازو، د دیپلوماتیکو ادارو استازو او د لیبیا د ملي انتقالي شوری استازو گډون کړی وو.

په دې غونډه کې مصطفی عبدالجلیل وویل: «زه ټول قانوني اخیتارات ملي گانگرس ته لیږدوم. دغه اداره سر له اوسه د لیبیا قانوني استازې ده.»

هغه زیاته کړه چې لیبیا له دې سره د دیکتاتورۍ د نظام پاڼه تړي او د دیموکراسۍ پاڼه پرانیزي.

تر دې لږ وروسته په تریپولي کې «اتش بازي» وشوه او د لیبیا اسمان ئې روښانه کړ. خلک له خپلو موټرانو سره سړکونو ته راوتلي ول او دا شعارونه ئې ورکول: «لیبیا به تل یو ازاد او دیموکراتیک هیواد وي.»

چارواکو ویلي دي چې د لیبیا د ملي کانگرس غړو د روانې اونۍ له پیل څخه غونډې کولې چې خپل مشر او د هغه دوه تنه مرستیالان وټاکي.

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې د نوي حکومت، پارلمان او اساسي قانون د جوړولو له پاره نیټې نه دي ټاکل شوي.

د جولای په اوومه نیټه شاوخوا ۱.۶ میلیونه لیبیایانو د دې هیواد د ملي کانگرس د ټاکلو له پاره رایې ورکړې. دا په تیرو څلویښتو کلونو کې په لیبیا کې لومړنۍ ازادې ټاکنې وې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض