1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا په ټاکنو کې لبراله گوندونه وړاندي دي

۱۳۹۱ تیر ۲۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15UXv

په لیبیا کې د څو لسیزو وروسته د آزادو ټاکنو لومړنې پایلې ښیي چې لبرال قوتونه په دغه ټاکنو کې تر نورو وړاندې وي. د راپورونو پر اساس د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د نتایجو د پایلو پر اساس ویل شوي دي چې د ملي ځواکونو په نوم ائتلاف په پلازمینه طرابلس کې شاوخوا ۸۰ سلنه او په یوه بل مهم ښار بنغازي کې ۷۰ فیصده ملاتړ ئې خپل کړی دئ. دغه راپور د العصیمه په نوم تلویزون خپور کړی دئ. د ملي ځواکونو په نوم ائتلاف د ۶۰ وړو گوندونو څخه جوړ دئ او مشري ئې د محمد جبرایل پر غاړه ده.