1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیبیا یاغیانو د سرت د ښار هواې ډګر نیولې

۱۳۹۰ مهر ۸, جمعه

د لیبیا منځمهالې شورې اعلان کړی چې د قذافي پلرني ټاټوبي، د سرت ښار هواي ډګر د یاغیانو لاس ته ورغلی. هغوي زیاته کړي چې د قذافي ویاند، موسې ابراهیم، هم نیول شوی دی

https://p.dw.com/p/12jng
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: dapd

د المان خبري اژانس «ډي پي اې» د عربي هیوادونو د رسنیو په حواله ویلي دي چې موسې ابراهیم نیول شوی دی. د العربیه تلویزون د منځمهالې شوری د ویاند له خولې ویلي چې ابراهیم سرت ته نږدي نیول شوی دی. پدغه سیمه کې د قذافي د پلویانو او د منځمهالې شورې د یاغیانو تر منځ د تیرو دریو اونیو څخه جګړه روانه ده.

د یاغیانو یو قوماند، محمدالماریمي، ویلي دې چې ابراهیم د نیول کیدو پر وخت ښځینه کالي اغوستي ول.

تیره اونۍ موسی ابراهیم په خپل یو غږیز پیغام کې پر قذافې پلوه ځواکون غږ کړی وو چې د یاغیانو پر ضد جګړې ته ادامه ورکړي. دغه غږیز پیغام په سوریه کې د یو چینل څخه نشر شوی وو.

موسې ابراهیم د لیبیا د کړکیچ پر وخت د قذافي ویاند وو. د روان کال د اګست په میاشت کې د یاغیانو له لوري د طرابلس تر ولکه کیدو وروسته هغه تښتیدلی وو.

د بل پلوه د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د لیبیا یاغیانو د قذافي د پلرني ټاټوبي، سرت هوایي ډګر تر خپل ولکې لاندی راوستی. سرت د لیبیا د هغه دوو سیمو څخه یوه ده چې لا تر اوسه پوري د قذافي پلوه ځواکونو په ولکه کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د قذافي د ځای زیږي په اړه لا تر اوسه کوم معلوما ت نه شته.  د هغه یو ځوي په نایجریا کې دی چې د انټرپول له خوا د هغه د نیولو امر ورکړل شوی، خو د نایجریا چارواکو ویلي دي چې هغه به هیچا ته ونه سپارل شي.

د نایجریا لمړي وزیر، برګي رافیني، فرانسې ته د خپل سفر په ترڅ کې د فرانسې خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې ویلې ول چې سعدي خوندي دی او د نایجریا له دولت سره دی. نوموړي زیاته کړې چې هغه به په اوسني وخت کې لیبیا ته ونه سپارل شي.

د انټرپول په وینا پر سعدي باندې تور چې په لیبیا کې د فټبال د فیدراسیون د مشر په توګه یې په غیر قانوني توګه ډیرې ځمکې لاندي کړي.

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش