1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لیسبوس کمپونه مهاجرو ته زندانونه سوي دي

۱۳۹۵ فروردین ۴, چهارشنبه

مرستندویان د یونان د لیسبوس په کمپونو کي له مهاجرو سره د انساني کرامت چلند غوښتنه کوي. هغوی شکایت کوي چي د اروپايي ټولني- ترکيې تر منځ تړون تر نافذیدو وروسته نور مهاجرو ته لاسرسی نه لري.

https://p.dw.com/p/1IHxi
په ليسبوس کي د مهاجرو کمپ
انځور: picture-alliance/dpa/A. Angelopoulou

له یونان څخه ترکيې ته د مهاجرو د بیرته لیږلو تړون تر نافذیدو وروسته د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیساري (UNHCR) د معلوماتو پر اساس د یونان د لیسبوس د «موریا» لوی کمپ په یوه تړلي کمپ باندي تبدیل سوی دی او مهاجرین ورڅخه پخپله خوښه وتلای نسي. د یوه عیسوي سازمان - دیاکوني د کارکونکې یوآنا څاراکي په خبره هغه اوس« داسي دی، لکه یو محبس».

له بلي خوا د اروپايي ټولني د دباندنیو سرحدونو سازمان (فرونتیکس) کارکوونکي د کښتیو پواسطه راغلي مهاجر نیسي او مستقیماً یې په لویو کمپونو «هوتس پوت» کي اچوي.

هلته بیا مرستندویه سازمانونو ته هم اجازه نه ورکول کیږي چي له هغوی سره مرسته وکړي.  یوآنا څاراکي، وايي چي اوس هلته د خیریه سازمانونو او مهاجرو په منځ کي ډیره بې اطمیناني موجوده ده.

د هغې په خبره دغه سازمانونه کولای سي، یوازي له هغو مهاجرو سره مرسته او پالنه یې وکړي چي تر «هوتس پوت» دباندي دي.

په لیسبوس کي مهاجر په دې هم نه پوهیږي چي څه ورسره کیږي. یوآنا څاراکي، زیاتوی:« اکثره مهاجر نه غواړي چي بیرته ولیږل سي. هغوی قاچاقبرانو ته ډیري پیسې ورکړي دي. ځیني غواړي حتی په لیسبوس او یا د یونان په یوه بله برخه کي پاته سي.

یوآنا څاراکي، له مهاجرو سره د انساني چلند غوښتنه کوي او وايي:«دغو انسانانو په خپلو هیوادونو کي غیرانساني حالتونه او دربدرۍ لیدلي دي او اوس یې په عین ډول سره دلته هم احساسوي. چیري دی بشریت؟ اروپا غواړي په دې توگه څه ډول پیغام واستوي؟»

دا په دې نظر ده چي مهاجرین اروپا ته له تللو څخه بیرول کیږي. خو د مهاجرو مرستندویان بيا په دې نظر دي چي اروپا ته به بیا هم مهاجرین رروان وي او ځانونو ته به نوري لاري پیدا کړي.