1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مادورو سيال خپله ماتې نه مني

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۲۶, دوشنبه

د وينزويلا د جمهور رئيس هوگو چاويز تر مړني شپږ اوونۍ وروسته د هغه د خوښي کانديد مادورو د دغه هيواد د ولسمشرۍ ټاکني په ډير لږ توپير گټلي دي. مخالفان د ټاکنو پايلي نه مني.

https://p.dw.com/p/18Foq
Supporters of Venezuelan presidential candidate Nicolas Maduro celebrate after the official results gave him a victory in the balloting, in Caracas April 14, 2013. Ruling party candidate Maduro won Venezuela's presidential election on Sunday with 51 percent of votes, the electoral authority said, allowing him to carry forward the socialist policies of the late Hugo Chavez. REUTERS/Tomas Bravo (VENEZUELA - Tags: ELECTIONS POLITICS)
Venezuela Nicolas Maduro Anhänger feiern Siegانځور: Reuters

په کاراکس کي د ټاکنو کمېسيون اعلان کړی دئ، چي سوسياليست نيکولاس مادورو ۵۰،۷ سلنه رايي گټلي دي او د هغه سيال هنريک کاپريليس ۴۹،۱ سلنه رايي وړي دي.

د ټاکنو کمېسيون اعلان کړی دئ «هغه پريکړه چي خلکو کړې ده، هغه بيرته نه راگرځي.»

په دې سره مخالفينو د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر مياشتي د ټاکنو په پرلته ډير پرمختگ کړی دئ. د مادورو سيال کاپريليس د ټاکنو نتيجه نه مني او وايي چي رايي دي له سره وشمېرل سي. هغه ويلي دي چي د رای ورکولو پرمهال ډيري بې نظمۍ وې.

نيکولاس مادورو د خپلو پلويانو په منځ کښي
نيکولاس مادورو د خپلو پلويانو په منځ کښيانځور: LUIS ACOSTA/AFP/Getty Images

پخواني جمهور رئيس چاويز تر خپل مرگ لږ دمخه د بهرنيو چارو پخوانی وزير مادورو تر ده وروسته د خپل ځای ناستي په توگه ونوماوه چي «بوليواري انقلاب» بشپړ کړي.

په کاراکس کي د ټاکنو د کمېسيون تر اعلان لږ وروسته د مادورو پلويان کوڅو ته راووتل او په خوشحالیو ئې پيل وکړ. خو مخالفينو بيا پر سړکانو باندي بې نظمۍ ته لاس ورته کړ.

د وينزويلا موقت جمهور رئيس مادورو د انتخاباتي مبارزې پرمهال ټينگار کاوه چي د خپل سياسي مربي چاويز لار تعقيبوي. يعنی د ۲۱ پيړۍ سوسياليزم به پرمخ بوزي. هغه دغه راز د Opec په هيواد کي د اداري فساد او قوم پرستۍ ستونزو ته هم شاره وکړه چي په خبره ئې د ورکېدو په حال کي دي.

په وينزويلا کي ۱۸،۹ ميليونه خلک د رای ورکولو شرايط پوره کوي. د انتخاباتي مبارزې پرمهال دواړو اړخونو پر يو بل باندي سختي نيوکي کولې.

د ټاکنو په ورځ دواړو اړخونو خپلو پلويانو ته ويلي ول چي له وخته بايد د رای اچوني مرکزونو ته ولاړ سي او خپلي رايي وکاروي.

د مادورو سيال هنريک کاپريليس
د مادورو سيال هنريک کاپريليسانځور: Reuters

د مادورو اوسني سيال کاپريليس د تيرکال د اکتوبر مياشتي په ټاکنو کي چي ځان له هوگو چاويز سره کانديد کړی وو هم ټاکني بايللي وې.

کاپريليس هغه مهال ۴۴ سلنه رايي وگټلې چي دا د چاويز په مقابل کي د يوه مخالف تر ټولو ډيري رايي وې چي گټي ئې.

چاويز د روان کال د مارچ د مياشتي پر پنځمه د کراکاس په يوه پوځي روغتون کي د سرطان له ناروغۍ ومړ.