1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماشومانو له پاره د یوې ښې راتلونکي غوښتنه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۶, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې یا یونیسف په حواله اوس په نړۍ کې د ماشومانو او نوو ځوانانو شمیر تر دوو میلیاردو اوښتی دی. دې سازمان زیاته کړې ده چې دغه شمیر تراوسه پورې د ماشومانو او نوو ځوانانو تر ټولو لوړ شمیر دی.

https://p.dw.com/p/18xba
Die etwa 8-jährige Sunita sitzt am 16.05.2013 in Kota, in der indischen Provinz Rajasthan, in einem Steinbruch und arbeitet mit Hammer und Meißel. Tausende Kinder hauen in Steinbrüchen in Indien Pflastersteine für den europäischen Markt. Foto: Doreen Fiedler/dpa (zu dpa "Kleine Hände hauen in Indien Pflastersteine für Europa" vom 11.06.2013) +++(c) dpa - Bildfunk+++
Kinder in indischen Steinbrüchenانځور: picture-alliance/dpa

یونیسف ګواښ کړی دی چې دغه ځوانان د خپلې راتلونکې له پاره لا ډیرو امکاناتو ته سخته اړتیا لري. دې ادارې روښانه کړې ده چې اوس هم د نړۍ په ډیرو برخو کې ماشومان ښوونځیو، روغتیایي خدمتونو او په راتلونکې کې د کار امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

یونیسف په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د نوو ځوانانو د ژوند د شرایطو د ښه کیدو غوښتنه کړې ده. په آلمان کې د یونیسف د مشر یورګ هریوس، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون۲۷نیټه) په برلین کې وویل چې پر دې سربیره چې په یو شمیر نویو صنعتي او مخ پر ودې هیوادونو کې اقتصادي پرمختګونه شوي دي، بیا هم فقر او ناداري په نړۍ کې د ماشومان پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ دی.

هریوس ټینګار وکړې چې اوس د نړۍ په ډیرو برخو کې ماشومان ډیرو لومړنیو امکاناتو لکه ښوونځیو او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د یونیسف د دغه چارواکي په خبره د دغو ستونزو په اړه کافي معلومات او د هغوی د له منځه وړلو کافي حل لارې موجود دي. هغه وویل چې داسې لارې چارې او امکانات شته چې له مخې يې ټول ماشومان کولای شي په ښو شرایطو کې ژوند وکړي او خپلې وړتیا بشپړې کړې.

په ۲۰۱۲ کال کې په آلمان کې د یونیسف ادارې ۸۳.۹ میلیونه ډالر د اعانو او د کارتونو د پلورلو له لارې راټلولي کړې دي. دغه پيسې تر یوه کال مخکې په پرتله ۹.۴ میلیونه ډالر کمي وې.

د یونیسف د یوه نوي رپوټ په حواله اوس هر کال په نړۍ کې ۱۳۲ ماشومان او نوي ځوانان ښوونځیو ته لاسرسی نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ ۷۵ سلنه ناداره ماشومان په داسې هیوادونو کې ژوند کوی چې د عاید کچه پکې متوسطه ده. په دغه هیوادونو کې چین، هندوستان، برازیل او روسیه شامل دي.

د ماشومانو په ډله کې بیا په خاص ډول نجونې او هغه کسان چې په کلیو کې ژوند کوي د فقر له ګواښ سره مخامخ دي.

یونیسف په نړیواله کچه د ماشومان د راتلونکې په اړه د یوه لیدلوري د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې ده. هریوس دا خبره ومنله چې اوس په نړۍ کې د ماشومانو او نوو ځوانانو شمیر تر بل هر وخت ډیر لوړ دی.

د یونیسف دغه آلماني چارواکي روښانه کړه چې اوس په منځیني ختیځ او د افریقا په شمال کې د ځوانانو او نوو ځوانانو یو پر څلورمه برخه بیکاره دي. هغه همداراز وویل چې له ۲۰۰۷ کال څخه تر۲۰۱۱ کال پورې په اروپا کې د بیکارو ځوانانو سلنه ۲۱ ته رسیدلې ده او په دې ترتیب سره دوه برابره شوې ده.