1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماشومانو څخه د جنسي ګټه اخستلو پرضد نړيواله کنګره رابلل سوې

۱۳۸۷ آذر ۶, چهارشنبه

ددريم ځل لپاره دغه کنګره د برازيل هيواد په ريودې ژېنېرو ښارکي جوړه سوې ده او څلور ورځي به دوام وکړي

https://p.dw.com/p/G2QV
د کوچنيانو څخه د جنسي ګټي اخستلو په اړه په المان کي د يونسف ادارې مسولينو مطبوعاتي کنفرانس
د کوچنيانو څخه د جنسي ګټي اخستلو په اړه په المان کي د يونسف ادارې مسولينو مطبوعاتي کنفرانسانځور: picture-alliance/ dpa

د المان په پارلمان بونډسټاګ کي د زرغون ګوند غړې Ekin Deligöz چي په عيني حال کي په المان کي د يونيسېف غړې هم ده، به هم پدغه کنګره کي برخه واخلي. پدغه نړۍ واله کنګره کي به د يو سل او دېرشو هيوادونو څخه تقريبا درې زره استازي ونډه ولري.

په المان کي هم د ماشومانو څخه د ناوړه ګټه اخيستلو په وړاندي مبارزې ته اړتيا سته. د زرغون ګوند سياستواله مېرمن ډېليګيوڅ پدې هکله اعداد او شمار داسي په ګوته کوي:د يوه اټکل له مخي په المان کي هر کال درې لکه ماشومان د دغه ستونزې سره مخامخ کیږي. په 1999 م مېلادي کال دهغو قضيو شمېر چي پلټنې يې د پوليسو لخوا سوي وې 15279 وې او په تېر کال کي دغه شمېره و 12772 فضيو ته راټيټه شوې ه.

دماشومانو د زهيرونې او ناوړه ګټه اخيستنې هغه قضيې چي تر پوليسو پوري نه رارسيږي ډيري جګي دي. د قربانيانو د څرنګوالې په هکله مېرمن ډيليګيوڅ وايي:ددغو تېريو قربانيان زياتره هغه ماشومان دي، کوم چي په لوړه کچه د مشرانو سره مربوط وي لکه ډېر واړه ماشومان، د کودکستان ماشومان، او د لومړۍ ټولګۍ ماشومان. د انجونو او هلکانو تناسب يو پر درې دی. ياني د انجونو په پرتله زيات هلکان ددغه قضيو قربانيان وي. د ماشوم زهيرونې زياتره مجريمين نارينه وي.

ډيليګيوڅ پر دې ټينګار کوي، چي هغه کسان چي د ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخلي، زياتره وختونو د ماشومانو د نژدې محيط سره تړاو لري. د بېلګي په توګه زيات وختونه پلرونه او پلندرونه هم د خپلو ماشومانو په زهيرونه کي لاس لري. د ماشومانو په ناوړه ګټه اخيستنه کي داسي نژدې خپلوان لکه نيکه، اکا، د اکا زوی او ورته کسان هم لاس لري. او هغه پداسي حال کي چي دغه کسان د کورنۍ اعتبار لري.

د ماشومانو څخه د ناوړه ګټه اخيستلو په هکله د المان د ماشومانو د تحفظ د ټولنې غړېAnnegret Erbes داسي وايي: د ماشومانو په وړاندي جنسي تېری، د ماشومانو سره د جنسي تېری کولو لپاره سياحت، د ماشومانو تجارت او د ماشومانو ناوړه انځوراو فلم جوړونه هغه ناوړه او شرمناکه جرمونه دي چي عامليين يې بايد ونيول سي او سخته سزا ورکول سي.

په ريو دې ژانېرو کي د کنګرې همدغه موخه ده چي د ماشومانو د ناوړه ګټه اخيستلو مخنيونه وسي او مجرمين د قانون منګلو ته وسپارل سي. پر دغه موضوع لومړۍ نړيواله کنګره دولس کاله وړاندي په شټوک هولم او دويمه کنګره اوه کاله وړاندي په يوکوهوما کي جوړه سوې وه.

په المان کي د ماشومانو د ساتنې او تحفظ لپاره ادارې او ټولنې سته. خو بعضي کارپوهان وايي چي بايد نور ډېر څه لا وکړل سي او ددغو کارپوهانو په آند بايد د المان فېډرالي ايالتونو او د ايالتونو پوليس بايد پدې ډګر کي ګډ کار لا پياوړی کړي.