1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي حکومت د وسله والو پر ضد «جګړه» اعلان کړه

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

د مالي په کيدال ښار کي د طوارقو ياغيانو له خوا تر ډله ييزي يرغمل نیووني وروسته د دغه هيواد حکومت د وسله والو پرضد جنګ اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1C2ET
انځور: AFP/Getty Images

د شنبې په ورځ ( ۱۷مه می ۲۰۱۴ ) د دولتي عسکرو او طوارقو قبيلې سره تړاو درلودونکو اورپکو تر منځ وسله واله نښته رامنځ ته سوه. د دولتي سرچينو په حواله په دغه نښته کي ۳۶ انسانان ووژل سول چي پکښي ۸ يې دولتي عسکر ول. د مالي د دفاعي چارو وزارت په وينا په دغه پيښه کي ۲۵ عسکر او ۶۲ ياغيان ژوبل سوي هم دي.

د طوارقو مليشه چي ځان ته د « ازواد د آزادۍ ملي غورځنګ» وايي، په کيدال کي يې ۳۰ دولتي چارواکي يرغمل نيولي دي. د ملګرو ملتونو شنو خوليو مينوسما، چي د لوېديځي افريقا په دغه هيواد کي ماموريت لري، د يکشنبې په ورځ وويل چي په کيدال کي دوه ولسي کسان او اته دولتي چارواکي وژل سوي دي. ياد ماموريت دغه تاوتریخوالی غندلی خو نور معلومات يې نه دي په ډاګه کړي.

شمال ختيځ ته د لومړي وزير سفر

د تاوتريخوالي دغه پيښي په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي د هيواد لومړی وزير ماوسا مارا د هيواد د شمال ختيځو سيمو ته په سفر تللی وو. د طوارقو مليشه غواړي چي په دغه سیمه کي د آزواد يو خپلواک او مسلمان هيواد رامنځ ته سي. يادي ډلي تر مخه لا دغه سیمه د خپلواک هيواد په توګه اعلان کړې ده.

لومړي وزير ماوسا مارا د يکشنبې په ورځ د هيواد و يادي ناکراري سيمي ته د سفر پر وخت و دولتي تلويزيون ته وويل چي دولتي ځواکونه د «هر ډول حالت» له پاره چمتو دي.

لومړي وزير مارا، ياغيان په دې ګواښلي دي چي دولت به د هغوی د کړونو پر ضد «وړ غبرګون» وښيي. نوموړي د دې څخه تر مخه په ګاو ښار کي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چي «توندلارو د مالي پر ضد جګړه اعلان کړې ده او مالي په دې توګه سره په جګړه کي قرار لري.» لومړي وزير زياته کړې ده چي «د مالي دولت به خپل ټوله توان و يادي جګړې ته متمرکزه کړي.»

«بهرني عسکر دي ووزي»

لومړي وزير د جمعې په ورځ د تيمبوکتو او د شنبې په ورځ د کيدال او د يکشنبې په ورځ د ګاو ښارونو څخه ليدنه وکړه. دولتي ځواکونو ادعا کړې ده چي په کيدال کي يې د ولايت د مقر علاوه نوري ټولي دولتي ودانۍ بېرته د ياغيانو څخه نيولي دي. زياته سوې چي ياغيانو يرغمل نيول سوي دولتي چارواکي د والي په مقر کي ساتلي دي.

کله چي لومړی وزير د يکشنبې په ماخستن د هيواد و پلازمېني بماکو ته ورسېد، نو يې په سونو احتجاج کوونکو پر ضد نعرې ووهلې. دغو احتجاج کوونکو غوښتنه وکړه چي د ملګرو ملتونو شنې خولۍ او فرانسوي عسکر دي بېرته له هيواد څخه ووزي.

فرانسوي عسکر د ياغيانو پر ضد د مالي د دولتي ځواکونو په جګړه کي ملګري دي. آلمان هم په مالي کي د سوله ساتي ماموريت ملاتړی هيواد دی. آلمان د اروپايي اتحاديې له هغه پروګرام سره مرسته کوي چي په مالي کي دولتي عسکرو ته پوځي تربيه ورکوي.

د امريکا متحده ايالتونو د مالي پر ياغيانو ږغ کړی دی چي په سمدلاسه توګه دي يرغمل نيول سوي چارواکي آزاد کړي.