1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي د حکومت له پاره د شمالي سیمو نیول تر ټولو مهم کار دﺉ

۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15u0Q

له یوې فرانسوي راډیو سره به مرکه کې د مالي نوي د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د دې هیواد د نوي حکومت له پاره اوس تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په شمال کې د توند لارو اسلامپالو لاس ته لویدلې سیمې بیرته له هغوی څخه ونیسي.

په مالي کې د دوشنبې په ورځ یو نوی حکومت جوړ  شو. په دې هیواد کې شپږ میاشتې پخوا یوه پوځي کودتا شوې وه.

د مالي په نوي حکومت کې یو دریش وزیران شامل دي چې څلور تنه ئې ښځې هم دي.

د نوي حکومت یوه دنده دا ده چې د دې هیواد ولسمشري ټاکنې تنظیم کړي.