1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي د کړکېچ د حل له پاره سياسي لاره ښه ده

۱۳۹۱ آبان ۱۴, یکشنبه

د نايجيريا جمهور رئيس د المان د بهرنيو چارو له وزير سره د ليدني پر مهال د مالي هيواد کړکېچ د حل له پاره د المان او اروپايي ټولني د ملاتړ غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/16cef
انځور: DW/Ubale Musa

گوډلک يوناتان له گيدو ويستر ويله سره په ليدنه کتنه کي وويل، چي د مالي هيواد شمالي برخه بايد د ترهگرو لاس ته ونه لويږي. گيدو ويستر ويله بيا د يوې سياسي پروسې خبره وکړه.

په داسي حال کي چي په بروکسل کي په مالي هيواد کي د «اسلاميستانو» پر ضد د مبارزې او د مالي پوځ د ملاتړ له پاره د اروپايي ټولني د ماموريت په هکله بحثونه روان دي، د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله د يوې سياسي پروسې خبره کوي.

ويسترويله وويل، چي ده ته په همدې اړه له پلازمېني بماکو څخه مثبت زيگنالونه هم رارسېدلي دي: «زه خپل د همتا، د هغه پلان هرکلی کوم، چي غواړي د نوومبر په مياشت کي د مالي د کړکېچ د حل له پاره يوه سياسي لاره پيدا کړي. که سړی غواړی چي د اوږده وخت له پاره گډکار پر مخ ولاړ سي او په دغه هيواد کي ثبات رامنځته سي نو دغه سياسي پروسه ډېره مهمه ده.»

ويستر ويله د ديالوگ او خبرواترو پلوي کوي. دی غواړي چي په دغه هيواد کي له طوارق ياغيانو سره هم خبري اتري تر سره سي. دی هيله مند دئ چي د مالي ياغيان دې ته راوبولي چي د بهرنيو ترهگرو څخه ځانونه جلا کړي.

د بهرنيو چارو وزير د المان نقش په پوځي روزنه کي نه ويني، بلکي د ده په نظر بايد المان د دغه هيواد د زېربنا په جوړولو کي برخه واخلي. دغه کار يو وار په ۱۹۹۰ کال کي هم سوي وو او د مالي د اکثرو خلکو له خوا يې هرکلی هم سوی وو.

له بلي خوا د ايکوواس په نامه د لوېديځي افريقا اقتصادي ټولنه هم ښايي د سياسي پروسې پلوي وکړي خو اوس په دې اړه څه نه وايي. د دغي اتحاديې مرستيال پر دې ټينگار کوي چي که څه هم په مالي کي د طوارق ياغيان خبرو اترو ته تيار دي، خو بيا هم ځيني جنايي او سخت دريځه اسلامي ډلي سته، چي د اندېښنې وړ گرځېدلای سي.

د ده په نظر له دې کبله بايد پر يوه پوځي ماموريت باندي فکر وسي. دلته خبره د ۳۰۰۰ سرتېرو پر اماده کولو باندي ده.

خو په دغو سرتېرو به هم څوک ونه سي کولای، چي د مالي شمالي برخه له ياغيانو څخه پاکه کړي. دا ځکه چي د مالي د حکومت په حواله په تېرو مياشتو کي ياغيانو خپل د جنگياليو شمېر څلور برابره کړی دئ.

د المان د بهرنيو چارو وزير خبرداری ورکړ، چي په مالي کي د طوارق د ياغيانو او سخت دريځو اسلامپالو ترمنځ مذهبي کړکېچ تر هر څه زيات د لويديځي افريقا ثبات له گواښ سره مخامخ کولای سي.

کريستوف/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل