1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي سرچينو کمی د ورېښمو د لاري خنډ دئ

۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبه

د افغانستان د فواید عامې وزارت ویلي دي، چي د وریښمو د لاري د بیا جوړولو له پاره ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. نړیواله ټولنه ټینگار کوي چي دغه لار د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کي ډیر مهم رول لوبولای شي.

https://p.dw.com/p/15eyc
انځور: AP

د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکو ویلي دي، چي تر اوسه پوري یوازي چاپان او ایتالیا د دغي لاري د یوې برخي په جوړولو کي ونډه اخیستې ده.

د دغه وزارت معین انجینر احمد شاه وحید، د پنجشنبې په ورځ له دویچه ویله پښتو ويبپاڼي سره په یوه مرکه کي وویل، چي که چیري نړیواله ټولنه د دغي لاري د جوړولو پروسه تمویل کړي نو د ورېښمولاري د جوړلو پر وړاندي کوم خنډ نشته:

«افغانستان د دغي لاري له جوړیدو سره هم له درياب سره وصلیږي او هم به په دغه هیواد کې ترانزیتي تجارت ډیر وده وکړي. د سیمي هیوادونه هم د دې پروژې له تکمیلیدو سره لیوالتیا لري.»

د لومړنیو اټکلونو له مخي د ورېښمو د لاري اوږدوالی ۱۲۰۰ کیلو مترو ته رسیږي. افغان چارواکي وایي، چي د مالي منابعو کمښت د دې لاري د جوړیدو خنډ دئ.

بامیان د وریښمو د لاري څلور لاره

د بامیانو ولایت د افغانستان په مرکز کي د وریښمو د لاري له پاره د یو چوک حیثیت لري. د افغانستان د فواید عامي وزارت وایي، چي له بامیانو څه به کابل، کندهار او هرات ته سړکونه جوړ شي، چي په خبره ئې دا سړکونه به په افغانستان کي د تجارت په ډيرو لنډو لارو باندي بدل شي.

اوس د کابل- بامیان پر سړک باندي د شیبر او حاجیگک پر کوتلونو باندي کار روان دئ. خو لا تر اوسه پوري د بامیان- مزارشریف، بامیان- کندهار او بامیان- هرات پر سړکانو باندي کار نه دئ پیل شوی.

افغان چارواکو ویلي دي، چي په افغانستان کي د حلقوي سړک او د اورگاډی د پټلۍ جوړیدل به د وریښمو د لاري له جوړیدو سره ډیره مرسته وکړي.

د افغانستان د حلقوي سړک د جوړیدو۹۰ سلنه کار پای ته رسیدلی دئ او په راتلونکو څلورو کلونو کي به د هغه پاته۱۰سلنه کار هم پای ته ورسیږي.

که څه هم په افغانستان کي نا امني د ډیرو پروژو د بشپړيدو مخه نیسي خو د افغانستان د فوايدي عامې وزارت وایي، چي هغه سیمي چي د ابریښمو لار پکښي تیریږي، امنيت ئې سم دئ:

«که پیسې موجودي وې، دغه پروژه عملي کیدای شي، ځکه چې خلک له زموږ سره همکاري کوي او دا د خلکو په گټه پروژه ده. موږ نه شو ويلای چي دا پروژه د امنیتي ستونزو له کبله نه عملي کیږي.»

افغانستان يو تجارتي پل

نړیوال بانک افغانستان ته د مرکزي او جنوبي اسیا تر منځ د تجارت په برخه کي د طبيعي پل نوم ورکړی دئ. د دغه بانک د چارواکو په خبره افغانستان کولای شي چي په سیمه کي که د هیوادونو په نښلولو او د انرژۍ په لیږدولو کي مهم رول ولوبوي.

ښاغلی وحید وایي چې نه یوازي افغانان د وریښمو د لاري له جوړولو سره لیوالتیا لري، بلکي د هغه په خبره د سیمي هیوادونه او نړیوال هم له دې پروژې سره ډیر علاقه لري.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چي د وریښمو د لاري جوړیدل کیدای سي چي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د دې هیواد له اقتصاد سره ډیره مرسته وکړي.

حسین سیرت/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل