1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي منځمهاله ولسمشر خپل هيواد ته ورسېده

۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14ZWK

د مالي هيواد د پارلمان رئيس Dioncounda Traoré په خپل هيواد کي د پوځي کودتا څخه درې اونۍ وروسته يو ځل بيا خپل هيواد ته رسېدلی دئ. د مالي هيواد پوځي کودتا کوونکو جنرالان يوه ورځ تر مخه د لوېديځي افريقا د اقتصادي تړون د غړو هيوادونو سره د واک د خوشي کولو موافقې ته رسېدلي ول.

د دغې موافقې له مخي به Dioncounda Traoré د هيواد د منځمهاله ولسمشر دنده په غاړه واخلي او د څلويښتو ورځو په اوږدو کي به د نوي پارلمان له پاره ټاکنې تر سره کوي. پدغه موافقه کي دا پرېکړه هم سوې چي په کودتا کي لاس لرونکي ټول کسان به بخښل کيږي او پر مالي لگول سوي اقتصادي بنديزونه به ليري کيږي.

د دې څخه تر مخه د مالي هيواد شمال خپله آزادي اعلان کړې وه چي په نړۍ واله توگه د نيوکو سره مخامخ سوې وه. د متحده ايالتونو تر څنگ اروپايي او افريقايي ټولنې ويلي ول چي دغه نوی هيواد به په رسميت و نه پېژني.