1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي يوې ياغي ډلې له حکومت سره اوربند مات کړی

۱۳۹۱ دی ۱۶, شنبه
https://p.dw.com/p/17EZT

په مالي کي د انصارالدین په نامه اسلامپاله افراطي ډلي له مرکزي حکومت سره اوربند لغؤ کړی دی. هغوی د اوربند د له منځه وړلو دلیل دا ښوولی دی چي د بماکو حکومت د سولي له خبرو سره علاقه مندي نه لري او یوازي جنګ ته تیاری نیسي. انصارالدین یوه له هغو ډلو څخه ده چي د ۲۰۱۲م کال د مارچ راهیسي د مالي شمال کنټرولوي او د هغه د جلاوالي اعلان یې کړی دی.

د مالي حکومت د ملګرو ملتو په اجازه غواړي، شمال له بیرته تر خپل کنترول لاندې راولي. د همسایه هيوادو بورکينافاسو او الجزایر په منځګړیتوب د تیر عیسوي کال په وروستیو میاشتو کي انصارالدین اعلان کړی ؤ چي اسلامي شریعت به په ټول هيواد کي نه تطبیقوي. د وروستیو معلوماتو پر اساس دغه ډله اوس د مالي د شمال د جلا کیدو له غوښتني څخه تیره سوې ده، او د خودمختارۍ او شریعت د تطبیقولوغوښتنه کوي.