1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي په شمال کي د پوځي مداخلې په اړه بحث

۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعه

نړيواله ټولنه د افريقايي هيواد مالي په شمال کي د ترهګرو د فعاليتونو د پراخيدو له امله د يوې پوځي مداخلي په هکله خبري کوي. د المان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله، د مالي او نورو افريقايي مشرانو سره خبري وکړې.

https://p.dw.com/p/16bzy
انځور: picture-alliance/dpa

په اوس وخت کي د  لويديځي افريقا د دولتونو ټولنه، د افريقا اتحاديه او ملګري ملتونه د مالي په پلازمېنه، باماکو کي پر هغه ستراتيژي باندي کار کوي چي څرنګه د دغه هيواد له شمال څخه هغه ياغيان وشړي چي د اسلام تر نامه لاندي په ترهګر فعاليتونو بوخت دي.

دا چي په سيمه کي د ترهګرو د لمن د پراخيدو ګواښ ليدل کيږي، لويديځ هيوادونه هم له نوموړو ټولنو سره د مرستي له پاره چمتو دي. د مالي په شمال کي د نړيوالي پوځي مداخلي له پاره د ملګرو ملتو امنيت شورا په خپلي يوې پريکړي سره لاره پرانيستله.

د مالي مرکزي حکومت په يوازيتوب سره په شمال کي د ياغيانو د فعاليتونو مخه نشي نيولای. په دې اړه د يوه افريقايي پوځي ماموريت پلان حوړ شوی دی، چي په هغه کي به نزدې۳۰۰۰  افريقايي سرتيري ګډون ولري. دا پلان د دي نښانه ده چي افريقا بايد خپلي ستونزي په خپله حل کړي. خو«افريقايي ماموريت» د لوېديځي نړۍ له ملاتړ پرته ښايي بريالی نه شي.

د المان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله لويديځي افريقا ته سفر کړی دی او لومړی تم ځای ئې، د مالي هيواد وو.  هغه په پلازمېنه باماکو کي د مالي له مشرانو سره وليدل او  هغوي ته ئې د کړکيچ په حل کي د خپل هيواد ژمنه څرګنده کړه:

«د مالي ثبات د اروپا په ګټه دي. د مالي ثبات د اروپا د امنيت له پاره خوار اهميت لري.»
مالي  په افريقا کي د فرانسې پخوانۍ مستعمره ده. د دغه هيواد حکومت پر نړيوالي ټولني  فشار راوړ، چي په شمال کي د ترهګرو د فعاليتونو په شڼدولو کي  ور سره مرسته وشي.

که څه هم فرانسه په مالي کي ښکاره اقتصادي ګټي لري، خو  پاريس وايي، چي دغي پوځي مداخلې ته بايد د هغه ماموريت په توګه وکتل شي چي هدف ئې له ترهګرۍ سره مبارزه ده.

د فرانسي د بهرنيو چارو وزير، فابيوس وويل: «د مالي په شمال کي ډيرو خطرناکو ترهګرو ځای نيولی دی. هغوی درنې وسلي او پيسي لري چي د نشه موادو د قاچاق او انسان تښتولو له لاري ئې لاس ته راوړي. هغوی نه يوازي د سيمي خلکو، بلکي نړۍ ته ګواښ پيښ کړی دی.»

هغه زياته کړه، د مالي په شمال کي چي لويوالی ئې دومره زيات دی، لکه فرانسه او هسپاينه چي سره يو ځاي کړې،«اسلاميست ترهګرو» ځای نيولی دی. په دغه استدالال سره فرانسې  خپل نور ګاوڼدي هيواونه قانع کړي دي چي په مالي کي بايد پوځي مداخله وشي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير وويل: «هلته د بشري حقونو وضعيت، امنيت او بشري وضعيت ډير خراب دی. ځيني دا پوښتنه کوي چي دا هيواد له اروپا ډير ليري دی، خو موږ وايو چي د مالي له شمال څخه مديتراني ته لاره وتلې ده او هغه له اروپا سره پوله لري.»

د المان د بهرنيو چارو وزير تر مالي وروسته نايجريا ته سفر وکړ، چي د هغه هيواد له مشرانو سره د مالي د شمالي سيمي د کړکېچ په هکله خبري وکړي.

الکساندر گوبيل/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل