1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي په شمال کې د نوي هیواد د جوړولو له پاره هڅې روانې دي

۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/153AP

د مالي په شمال کي د «تاوریگ» اورپکو د بريا وروسته هغوی د توندلاره اسلامپالې ډلې انصارالدين، سره پر دې توافق ته رسېدلي دي چي ځان ته به يو خپلواک هيواد اعلانوي. د انصارالدين مشر د شنبې په ماښام په دې ترڅ کي د گاو په ښار کي يو تړون لاسلیک کړی دئ.

په دغه تړون کي ويل سوي دي چي د انصارالدين ډله به له «سيکولر تاوريگ» ډلې سره يو ځای کيږي چي په بدل کي به ئې په نوي رامنځ ته سوي هيواد کي اسلامي قانون نافضه کيږي. د تاوريگ اورپکو د «ازاواد» په نوم د خپلواک هيواد د جوړولو له پاره جگړه کوله. دغې ډلې تر اوسه پورې له اسلامي قانون سره مخالفت کاوه.