1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مالي په شمال کې د پوځي عملیاتو پلان ومنل شو

۱۳۹۱ آبان ۲۴, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16jDm

د افریقايي هیوادونو اتحادیې د غربي افریقا د هیوادونو هغه طرح منلې ده چې له مخې یې د مالي په شمال کې پوځي عملیات تر سره کیږي.

اوس نو باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دې پلان سره خپل موافقت څرګند کړي. د غربي افریقا هیوادونه غواړي چې د مالي شمالي برخې ته ۳۳۰۰ سرتیري واستوي.

دغه سیمه اوس د افراطي اسلام پاله ډلو تر کنترول لاندې ده. د المان په ګډون یو شمیر اروپایي هیوادونو ویلي دي چې د مالي د پوځ په روزلو کې به له دې هیواد سره مرسته وکړي چې وتوانیږي د یاغیانو پر ضد عملیات ترسره کړي.